صهیونیستي رژیم نړیوالي محکمې ته ګواښ وکړ
د صهیونیستي رژیم د ترهګرو وسله والو لوی درستیز په نیواکي فلسطین کې د دې رژیم د جنایاتو د څېړلو په اړه د نړیوالي محکمې فیصله یې وغندله او هغه یې د اسرائیلو له سرو کرښو څخه د تېروتنې په معنا وباله.
د اسرائیل د ترهګرو وسله والو لوی درستیز اویو کوخاوی د صهیونیستي رژیم له ۱۲ ټلویزیوني چېنل سره په مرکه کې د دې رژیم د وسله والو ځواکونو له جنایاتو څخه په ملاتړ سره وویل: زه د ویشتلو او د فوځي عملیاتونو امر کوم.
د صهیونیستي رژیم دغه سرغنه زیاته کړه: د اسرائیلو د فوځیانو په اړه د نړیوالي محکمې د څېړنې فیصله د صهیونیستي رژیم له سرو کرښو څخه تېروتنه ده.
د هاګ نړیوالي محکمې تیره میاشته اعلان وکړ چي د فلسطین په نیواکي سیمو کې د اسرائیلو د جنګي جنایاتو په اړه رسمي پلټنې پیل کړي دي.
دغه محکمه تیره میاشته کې د دې په هکله چي ایا د فلسطین د مسالې په اړه د فیصلې د تر سره کولو د صلاحیت په اړه رایه اچونې ته مراجعه وکړه چي په پای کې د دې محکمې اکثره څارنوالانو او قضاتو د فلسطین د مسالې څېړلو ته موافقې رایي ورکړې.