-
عراق د اربعین لپاره نوي سمندر لاره جوړوي
May 27, 2024 01:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري پرون وویل لومړي وزیر او د پوځ قومندان د حسیني اربعین د زیارتوالو لپاره په بصرې کښې له ابوقلوس بندر څخه تر خرمشهر پورې د یوې نوي سمندري سرحدي لارې له جوړولو سره موافقت وکړ.
-
اسرائیلو د حماس غورځنګ دوه چارواکي ټرور کړي
May 27, 2024 01:40ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سما خبري اژانس په قول ویلي دي د صهیونیسټ رژيم پوځ نن سهار ادعا وکړه چې په لویدیځه غاړه کښې یې د فلسطین د حماس غورځنګ دوه چارواکي ټرور کړي دي.
-
د مقاومت په چورلیز کښې د یمن غړیتوب ویاړ دی
May 27, 2024 01:28المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» د مقاومت په چورلیز کښې د خپل هیواد غړیتوب د یمن د خلکو د ویاړ او د سرلوړۍ سبب وباله.
-
د بحرین پارلمان له ایران سره د اړیکو د ښه کولو هرکلی وکړ
May 27, 2024 01:19العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د بحرین د پارلمان نائب رئیس ویل د هیواد حکومت او پارلمان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د له سره د پیلیدا د بهیر هرکلی کوي.
-
په منځني ختیځ کې ورځ تر بلې د صهیونیسټ رژیم ناکامۍ او فلسطین ملاتړ اړوند هینداره خپرونه
May 26, 2024 10:13په منځني ختیځ کې ورځ تر بلې د صهیونیسټ رژیم ناکامۍ او فلسطین ملاتړ اړوند هینداره خپرونه میلمانه: د پوهنتون استاد عبدالناصر شفق او لیکوال او ژورنالست فقیر محمد فقیرزی د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی
-
د عراق مقاومت ډلو په اسرائیلو برید وکړ
May 25, 2024 09:06مهر خبري اژانس راپور راکړی د عراق اسلامي مقاومت ډلې په بې پایلوټه الوتکو سره د صهیونیسټ رژیم په «ایلات» بندر کښې په یوه مهم مرکز بریدونه وکړل.
-
د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو برید وکړ
May 25, 2024 08:37مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله ځواکونو په نیواکي فلسطین کښې په څو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم په مورچو بریدونه وکړل.
-
افریقايي هیوادونه ولې نشي کولای د لویدیځ په امنیتي تضمینونو باندې اعتماد وکړي؟
May 19, 2024 12:33پارس ټوډې ـ په افریقا کښې د لویدیځو هیوادونو د پوځي او د سیاسي لاسوهنو تاریخچه د نوي استعمار د دوام او د دغه لوې وچې له سرچینو څخه په زبیښاک ډول ګټه اخیستل دي؛ دغه لاسوهنې نه یوازې د سولې او د ثبات سبب شوي نه دي بلکې د افریقايي هیوادونو د ډیرې بې ثباتۍ او په نورو باندې د دغو هیوادونو د اړوندوالي سبب شوي دي.
-
آیا غزه د نړۍ عدالت غواړي سره متحد کوي؟
May 18, 2024 11:31پارس ټوډي – د باروډ په وینا، له فلسطینیانو سره پیوستون د مذهبي، نژادي، جغرافیوي یا کلتوري سرحدونو پر بنسټ نه، بلکې د نړیوال عدالت په بنیاد بڼه نیولې ده.
-
د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له نسکوریدو واخلې د اسراییلو په وړاندې د اسپانیا او بلجیم تر ارزښتناکو اقداماتو / د فلسطین په اړه وروستي نړیوال بدلونونه
May 18, 2024 07:43پارس ټوډی– پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د سختو حملو، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر سره د عراق د حزب الله دغورځنګ د عمومي منشي ټیلیفوني خبرې اترې، . په غزه کې د اسراییلو جنایتونو ته د مقاومت د جبهې د توغندیو او ډرون ځوابونه ، په یمن کې د امریکې د یوې بې پیلوټه الوتکې راغورځول او همدارنګه د بلجیم د ګینت پوهنتون او د اسراییلو د یو شمیر څیړنیزو مرکزونو ترمنځ د اړیکو غوڅیدل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په لویدیځه اسیا کې رامینځته شوي مهم بدلونونه دي.