-
د غزې کنټرول د مقاومتي چورلیز مبارزانو په کنټرول کې دی
Nov 15, 2023 04:00د حماس یوه مسئول مقام زیاته کړې ده ،په غزې کې د روغتونونو او بیخ بینائي تاسیساتو ټارګټ کول ،له غزې څخه وتلو ته د فلسطینیانو دمجبورولو لپاره دي، د نیواکګرو موخه له غزې تړانګې د فلسطینیانو کوچول او د نکبت د ورځې تکرارول دي.
-
د مقاومتي چورلیز توغندیو بیا پر تل ابیب تورتم جوړ کړ
Nov 15, 2023 03:55دفلسطینی مقاومتي چورلیز دمبارزانو په توغندوي حملو پسې په تل ابیب،او ایلات او دغزې په شاخوخوا کې په څو نورو ښارګوټو کې هم د خطرې ټلۍ کړنګیدلي دي. خبرو سرچینو وئیل ي چې په تل ابیب کې د څو زورورو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي .
-
عرب رژيمونه پر غزې د صهیونیستي تیریګر رژيم په سلطې پسې دي
Nov 15, 2023 03:51د یمن دانصار ا.... ولسی غورځنګ رهبر ، دغزې په وړاندې د زیاترو اسلامی او عربی هیوادونو په کمزوري کړچار په سختو نیوکو سره ووئيل دغه هیوادونه د فلسطین له مظلوم ولس سره د مرستې لپاره هیڅ جدي اراده نه لري.
-
امریکاپه چورلټ ډول په غزې تړانګې کې د نابرابر جنګ بایلونکي ده
Nov 15, 2023 03:12د ایران مرستیال خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا د فلسطین په غزې تړانګې کې دنابرابر جنګ پریکنده بایلونکي ده ووئیل، له اسرائيلوسره تعامل کونکو هیوادونو په تیره بیا د اسلامی هیوادونو څخه د فلسطین د مظلوم ولس ترټولو څرګنده او لومړنۍ تمه دصهیونیسټانو سیاسی او اقتصادي بایکاټول دي.
-
په غزې کې د صهیونیستي فوځیانو د جنایاتو دوام/ د امریکایانو او صهیونیستانو د مرګژوبلو زیاتېدا
Nov 14, 2023 11:02د طوفان الاقصی د عملیات په ۳۹ ورځ کې له لبنان سره په نیواکي فلسطین کې په صهیونیستانو سختې توغندوي بریدونه شوي، په غزې کې په روغتونونو باندې د صهیونیست د رژیم بریدونه دوام موندلي دي او د مقاومت محور هم په سوریې کې د امریکایانو په اډې باندې بریدونه کړي دي.
-
په مدیترانې کې د امریکا جنګي کښتۍ ۴۰۰ کیلومټره شاتګ کړی
Nov 14, 2023 11:01د لبنان د حزب الله د سرمنشي له ګواښونو وروسته، امریکا خپلې هغې کښتۍ چي له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ لپاره مدیترانې ته استولې وه، ۴۰۰ کیلومټره له سیمې لیري کړي دي.
-
په روغتونونو کې د وسله والو کسانو حضور دروغ دی
Nov 14, 2023 10:47د حماس د سیاسي دفتر غړی خلیل الحیه اعلان وکړ چي په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو د حضور په هکله د صهیونیست رژیم ادعاوې دروغ دي.
-
ملګرې ملتونه او سره صلیب دې روغتونونه ولټوي
Nov 14, 2023 10:50په غزې کې په روغتونونو کې د وسله والو کسانو د حضور په هکله د صهیونیستي رژیم د پروپاګن په ځواب کې فلسطیني ډلې له روغتونونو څخه د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د ټیمونو د کتنې غوښتونکي شول.
-
د عراق اسلامي مقاومت لنډواټنه توغندی نندرته وړاندې کوي
Nov 14, 2023 03:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار وختي راپور ورکړ چې د عراق اسلامي مقاومت نن له صهیونیسټ رژيم سره د مقابلې لپاره د یوه لنډ واټنه هوشمند توغندي مخه کتنه کوي.
-
حماس غورځنګ په اسرائیلو توغندي ورویشتلي دي
Nov 14, 2023 01:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ بیګا وویل چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په غبرګون کښې یې په نیواکي فلسطین کښې په یوشمیر سیمو توغندوي حملې کړي دي.