-
حماس غورځنګ په اسرائیلو توغندي ورویشتلي دي
Nov 14, 2023 01:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ بیګا وویل چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په غبرګون کښې یې په نیواکي فلسطین کښې په یوشمیر سیمو توغندوي حملې کړي دي.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو په اډې بریدی کړی
Nov 14, 2023 01:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل د مقاومت جنګیالي پرون مازیګر بریالي شول د شبعا په نیواکي کروندو کښې په الرمنا سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په اډې باندې برید وکړي.
-
له صهیونیست رژیم څخه د غربیانو ملاتړ په نړۍ کې د یهودو نه د کرکو د زیاتوالی لامل
Nov 13, 2023 12:01د فلسطینیانو په ضد د اسرائیل د رژیم د جنایاتو زیاتوالې او د دې رژیم له لورې د فلسطینیانو له نسل وژنې څخه د غربي هیوادونو هراړخیز ملاتړ په نړۍ کې له یهودیانو د کرکې د زیاتوالې لامل شوی دی تر دې چي د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په یوه لیک کې په دغه هیواد کې د یهودو سره د کرکې له زیاتېدو نه نیوکې کړي دي.
-
د غزې په وړاندې د هر اړخیزې جګړې دوام او د نورو جبهو فعالیدل
Nov 13, 2023 11:43د غزې په تړانګه باندې د صهیونیسټیانو د فوځ له لورې د هر اړخیزه بریدونو په ترڅ کې د جنګ د قوانينو په شمول له ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو څخه سرغړونه شوې ده او د دغه رژیم له پراخو جنګي جنایتونو سره لاس او ګریوان دی.
-
پر غزې تړانګې د صهیونستي رژیم د یرغلیز بريد ۳۸مه ورځ او بحرني روغتیایي وضعیت
Nov 13, 2023 10:16پر غزې تړانګې د صهیونستي رژیم د یرغلیز بريد له اته دېرشمې ورځې له دوام سره په دغه ښار کې د روغتونونو وضعیت سخت بحرانی شوی دی.
-
په غزه کې په ۳۶ ورځو کې اوښتي تلفات او زیانونه
Nov 13, 2023 08:23په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له لورې د وحشي بریدونو له امله په تېرو ۳۶ ورځو کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي چې په کې ۵ زره ماشومان، درې زره میرمنې، ۱۹۵ مرسته رسوونکي او ۴۹ خبریالان شامل دي.
-
د حزب الله په حمله کښې ۲۹ صهیونیسټان زخمي شول
Nov 13, 2023 04:11خبري سرچینو تیره شپه رپورټ ورکړی چې د حزب الله په برید کښې د صهیونیسټي رژيم ۲۹ کسان ژوبل شوي دي.
-
د غزې د جنګ په هکله د سید حسن نصرالله په وېناو کې دوې نوې ټکې
Nov 12, 2023 11:26د حزب الله سرمنشي سید حسن نصرالله تېره ورځ د لړم د شلمې یعني د شهید د ځانګړې ورځې په مناسبت د غزې په هکله وېنا وکړه، دا د یوې اوونۍ په موده کې د سید حسن نصرالله دوهمه وېنا بلل کیږي چي د غزې په هکله یې تر سره کوي. په دې وېنا کې دومې مهمې ټکې نغښتې دي.
-
د فلسطین مبارزانو د اسرائیلو دوه نور ټانکونه تباه کړل
Nov 12, 2023 12:54ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سرچینو په قول وویل چې عزالدین القسام غونډ په غزې تړانګه کښې د ځمکنیو جنګونو په وخت د صهیونیسټ رژیم د دوو نورو ټانکونو د تباه کولو خبر ورکړ.
-
د غزې مبارزان به خپل راتلونکی وټاکي
Nov 12, 2023 12:31المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین ټینګار وکړ: د حزب الله قدرت له مخکې څخه زیات شوی او د فلسطین د غزې مبارزان به راتلونکی وټاکي.