-
پاکستان اوترکیه د فلسطین د ولس په ضد دصهونیسټي رژيم جنایتونه دنړیوالوغوږونو ته رسوي
May 19, 2021 01:05د پاکستان پارلیمان هم وړمه ورځ د صهونیسټي رژيم د جنایتونو په محکومولو کې یوه مسوده تصویب کړې او وئيلي ئې دي باید د فلسطینیانو په وړاندې د وحشي صهیونیستي رژيم د جنایتونو مخه ونیول شي .
-
ترکیې د اسرئيلو د حملو په وړاندې د ملګرو ملتو په چپتیا نیوکه وکړه
May 18, 2021 02:52د ترکیې د پارلیمان مشر په غزه کښې د انساني غمیزې په هکله د ملګرو ملتو په غلي پاتې کیدو باندې سخته نیوکه کړې ده
-
غزې باندې په پرونیو هوايي حملو کښې ۱۰ فلسطینیان شهیدان شول
May 18, 2021 00:19صهیونیسټي رژیم پرون هم د نړیوالو غبرګونونو سره سره د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې څو ځلې حملې او بمبارۍ وکړې.
-
په غزه کښې د رسنيو په برج د صهيونېسټ رژيم حمله، د دغه رژيم د جنايتونو د انعکاس مخنيوے
May 17, 2021 03:36صهيونېسټ رژيم د تېر خالي په ورځ د مۍ په پينځلسمه د نړيوالو قوانينو په خلاف او د خپلو جنايتونو د انعکاس د مخنيوي لپاره په غزه کښې په الجلا ټاور باندې چې د نړيوالو رسنيو يو شمېر دفترونه پکښې موجود وو هوائي حمله وکړه او هغه يې تباه کړ.
-
صهيونېسټ رژيم په نيواکي زمکو کښې يونيم زر فلسطينيان ونيول
May 17, 2021 02:12د فلسطين د اسيرانو کلب پرون په يو رپوټ کښې وويل: په نيواکي قدس شريف کښې د احتجاجونو د شروع کېدو له وخت نه د فلسطين په نيواکي زمکو کښې صهيونېسټ رژيم يو نيم زر فلسطينيان ونيول.
-
صهیونیسټ رژيم د فلسطین په غزې تړانګې نور بریدونه وکړل
May 16, 2021 06:37فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د غزې تړانګې د هستوګنه سیمو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې لس(۱۰) نور فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول .
-
د عراق خلکو د فلسطین له مقاومته په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وکړې
May 16, 2021 01:52د عراق زرګونه خلک پرون مازیګر د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندنه کښې د دغه هیواد د پلازمینې بغداد ښار په التحریر چوک کښې راغونډ شول.
-
د مقاومت په شپږمه ورځ ۴۷ صهیونیسټان مړه او ژوبل شول
May 16, 2021 01:49د صهیونیسټي رژیم طبي سرچینو د مقاومت په توغندوي ځواب کښې د یو صهیونیسټي د هلاکت او د ۴۶ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.
-
د قدس جنګ ته د عربو هیوادونو بې پامي
May 15, 2021 11:01د سعودي عربستان پشمول زیاتره عربو هیوادونوپه یوې اعلامیې کې دغزې تړانګې په ضد د اسرائیلو جنګ محکوم کړی دی. په حقیقت کې دغو هیوادونوله کلامي محکومیّت پرته د یوه عرب هیواد په توګه له فلسطین سره د مرستو لپاره بل هیڅ اقدام نه دی کړی .
-
په غزه کې د اسراییلو جنایتونه د اسلامی هیوادونو د انفعال نتیجه
May 15, 2021 10:57دا خبره یوازې یوه پوښتنه نده بلکې هغو ترخو حقیقتونو او غمیزو ته اشاره ده چی نن سبا یې په غزې او قدس کې شاهدان یو .