-
ملګروملتونو کښې د عربستان د باچا وینا د ایران په اقتدار غوسه کیدل :-
Sep 24, 2020 10:10د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په غونډې کښې د ویډیو کانفرنس له لارې وینا کښې د ایران پرضد خپلې تکراري ادعاګانې مطرح کړې .
-
امریکا د یمن په چارو کښې لاسوهنې کړي دي
Sep 24, 2020 08:55د یمن المسیره ټیلي ويژن د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکا د سفارت د لاسوهنو د اندازې پټ سندونه خپاره کړل .
-
عربستان اوامارات دصهیونیسټانو په نیابت کې جنګیږي
Sep 23, 2020 11:23محمد عبدالسلام له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو او د فلسطین له آرمان سره دخیانت مخینې په یادولو سره زیاته کړې ده ، د فلسطین ملت له مودو مودو راهسې د هغو رژيمونو له خوا چې له اسرائیلو سره ئې خپلې اړیکې عادي کړي،په شیشت کې ورغلی دی .
-
د غزې خلقو له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو جوړولو په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې
Sep 23, 2020 03:57د غزې په تړانګه کښې فلسطينيانو د سترو احتجاجي مظاهرو په کولو سره له صهيونېسټ رژيم سره د اماراتو او بحرين سازباز له فلسطيني ملت سره خيانت وبلۀ.
-
ملګری ملتونه او یمن پرضد دوه زره ورځنې جنګ
Sep 21, 2020 12:34لومړې دلیل دا دې چی په اساسی توګه ملګرو ملتو د یمن پرضد په جنګ کې د یوه بی پلوه میانځګړی په توګه رول ونه لوبوه . بی پلوی میانځګړې باید په لومړی ګام کی د جنګ د ختمولو هڅه وکړی ، خو ملګرو ملتود نښتې له ختمولو پرته کوشش وکړ د یمن سیاسی نظم برابر کړی . هغه نظم چی نسخه یې له واشنګټن او ریاض راوتلی وه .
-
په عراق کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو په اډه بيا حمله اوشوه
Sep 21, 2020 02:59خبري سرچينو بېګا د عراق د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې په وېکټوري فوځي اډې چې پکښې امريکائي ترهه ګر فوځيان مېشته دي د راکټي حملې خبر ورکړ.
-
د فلسطین کورواکه تشکیلات د امریکا دباؤنو ته نه تسلیمیږي
Sep 20, 2020 11:26له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو په عادي کولو کې دمتحده عربی اماراتو او بحرین بې شرمه او سپیر ۀ اقدامات په اسلامی نړۍ کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي .
-
له صهیونیسټي رژیم سره د موافقې په غندنه کښې د بحرین د خلکو مظاهرې دوام لري
Sep 20, 2020 03:08بحریني ښاریزو د فلسطین له ارمان او له خپلو خلکو سره په هیواد باندې د واکمن رژیم په خیانت باندې په اعتراض کښې د منامې او تل ابیب د اړیکو خلاف مظاهرې وکړې.
-
داعش د قواؤ په تازه کولو لګیا دی
Sep 20, 2020 03:02د عراق د بهرنیو چارو وزیر خبردارې ورکړ چې داعش ترهګره ډله په عراق کښې یوځل بیا د خپلو قواؤ په برابرولو اخته ده.
-
د فلسطین خلکو د عربو هیوادونو اقدام وغاند
Sep 19, 2020 00:54فارس خبري اژانس وايي د فلسطین په زرګونو خلکو پرون په الاقصی جومات او د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د جمعې له لمانځه وروسته له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د موافقې د غندلو لپاره مظاهرې وکړې .