د فلسطین خلکو د عربو هیوادونو اقدام وغاند
فارس خبري اژانس وايي د فلسطین په زرګونو خلکو پرون په الاقصی جومات او د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د جمعې له لمانځه وروسته له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د موافقې د غندلو لپاره مظاهرې وکړې .
د فلسطین خلکو په دغو مظاهرو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین او د متحده عربي اماراتو د سازباز موافقه په کلکه وغندله .
د صهیونیسټ نیواکګر رژیم عسکرو هم په فلسطیني مظاهره چیانو یرغل سره په لسګونو کسان ژوبل کړل او ډیر کسان یې ونیول .
د متحده عربي اماراتو او د بحرین خارجه وزیرانو په تیرې سه شنبې ورځ د فلسطین د خلکو له ایډیل سره په تضاد کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په شتون سره له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه .
اسلامي نړۍ له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د بحرین او د متحده عربي اماراتو اقدام په کلکه غندلی دی .
له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د عربي رژیمونو هڅه په داسې حال کښې ده چې اسرائیلو کلونه کلونه کیږي د فلسطینیانو په ځپلو سربیره ډیرې اسلامي او عربي سیمې نیولي دي .