اروپا او روسیې دې دنړیوالې ایټمي موافقې پشمول په مسئلوسره تعامل وکړي
(last modified Thu, 17 Jun 2021 02:54:30 GMT )
Jun 17, 2021 07:24 Asia/Kabul
  • اروپا او روسیې دې دنړیوالې ایټمي موافقې پشمول په مسئلوسره تعامل وکړي

اروپائی اتحادیه ددې لپاره چې  خپلې ګټې پر مخ بوځي ، باید د  اساسی چیلنجونو په باب له ورسیې  سره  تعامل  وکړي .

ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، د اروپا کمیشن  پرون ناوخته له ماسکو سره د اړیکو دراتلونکي په باب   د یوه وړاندیزي سند په خپرولو سره  ټينګار کړی، دنظرونو له موجوده اختلافاتو سره سره ،  دواړه لوري باید  د جامعې نړیوالې ا یټمی موافقې  داحیاء پشمول  پر مختلفو نړیوالو موضوعګانو  تعامل وکړي .

 په دغه سند کې چې  یوه نسخه ئې  له روسیې سره د اړیکو د لارې د راتلونکي  په باب د وړاندیز په عنوان سره خپره شوي ،  او  پر درو اصولو ،یعني په واټن اخستو ،دفاع کونې او تعامل ولاړه  ده ، روښانه  شوې ده ،  اروپائی اتحادیه ددې لپاره چې  خپلې ګټې پر مخ بوځي ، باید د  اساسی چیلنجونو په باب له ورسیې  سره  تعامل  وکړي .

 همداراز  له روسیې سره  د تخینکي تعاملاتو دپراختیا وړاندیز  هم مطرح او ټينګار شوی دی ،  دسیمې او نړۍ په سوله د نښتو د رامینځةکیدا دمخنیوي ، له ترهه ګرۍ سره دمقابلې او د ایټمي وسلو دمخنیوي  په زمینې کې  ملګرتیا یوه ضروري چاره ده .

 

ټیګونه