امریکا افغانستان ته د ملت د جوړونې لپاره نه ده تللې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102806-امریکا_افغانستان_ته_د_ملت_د_جوړونې_لپاره_نه_ده_تللې
  د امریکا ولسمشر په سپین سترګیتوب سره  په افغانستان کې د نظام د پایښت په اړه وویل،که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به په هغه هېواد کې نظام نسکور نه شي، خو  افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یو متحد هېواد نه دی پاتې شوی  او تیت پرک هویّت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2021 10:37 Asia/Kabul
  • امریکا افغانستان ته د ملت د جوړونې لپاره نه ده تللې

  د امریکا ولسمشر په سپین سترګیتوب سره  په افغانستان کې د نظام د پایښت په اړه وویل،که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به په هغه هېواد کې نظام نسکور نه شي، خو  افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یو متحد هېواد نه دی پاتې شوی  او تیت پرک هویّت لري .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،د امریکا ولسمشر جوبایډن بیګا د افغانستان په اړه د تګلارې د اعلان پرمهال مدعي شوی ، متحده ایالات په افغانستان کې خپلو مو خو ته رسیدلي دي .

بایډن د افغانستان  په اړه خپلې پالیسۍ په بیانولو سره مدعي شوی ،  هیواد ئې داګست تر یودیرشمې نیټې پورې  په افغانستان کې خپل ماموریت پاي ته رسوي . اوباید ووایم چې د افغانستان حکومت سقوط نه کوي، ځکه چې دغه هېواد روزل شوی او مجهز وسله وال پوځ لري.

  د امریکا ولسمشر په سپین سترګیتوب سره  په افغانستان کې د نظام د پایښت په اړه وویل،که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به په هغه هېواد کې نظام نسکور نه شي، خو  افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یو متحد هېواد نه دی پاتې شوی  او تیت پرک هویّت لري .

داپه داسې حال کې دي چې د امریکا پولیټيکو خپرونې ددغه هیواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی ، له افغانستانه دامریکائی پوځیانو د ویستلو بهیر عملا پاي ته رسیدلی  او  په افغانستان کې دامریکا یوازې شپږ سوه پوځیان شتون لري .

ډیره کارپوهان او شناندي وائی له افغانستانه دامریکا غیر مسئولانه وتل  او یا ئې ویستل  دافغانستان په زیاتره  سیمو کې داړۍ ګړۍ او ترینګلتیاؤ دزیاتیدا لامل شوي اوممکنه ده دغه جنایتکار او تیریګر ځواک چې په تیرو شلو کلونو کې ئې  په افغانستان کې له هیڅ جنایته ډده  نه ده کړې ،له خپلو عسکرو ویستلو وروسته په دغه هیواد کې داخلی جنګونو لړۍ ته لمن ووهي.

Image Caption
Image Caption