نړیوالې ایټمي خبرې اترې دې بیرته پيل شي
(last modified Thu, 02 Sep 2021 11:09:14 GMT )
Sep 02, 2021 15:39 Asia/Kabul
  • نړیوالې ایټمي خبرې اترې دې بیرته پيل شي

  له دې مخکې  د ایران   خارجه وزارت د حسین امیر عبداللهیان او د لودریّن دټيلیفوني خبرو په باب  وئيلي وو،د ایران خارجه وزیر د فرانسې له خارجه وزیر څخه غوښتي څو امریکا او اروپا دې  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي . 

 فارس خبری اژانس راپور ورکړ،  د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریّن  دجامعې نړیوالې ایتمي  موافقې  په وړاندې  دخپل انداز په اساس  ، دنړیوالې ایټمي موافقې  داحیاء لپاره  د ویانا دخبرواترو د سملاسي  پيلولو غوښتنه وکړه . 

 په داسې شرائطو کې چې  امریکا او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې نورو  لویدیځي لوري  هماغه شان  په دغې موافقې کې   د خپلو ژمنو  خلاف ورزیو ته دوام ورکوي ،  دفرانسې د خارجه  وزارت  په بیګانۍ اعلامیې کې  وئيلی  شوي دي ، دفرانسې خارجه وزیر  ژان ایو لودریّن  د ایران د اسلامی جمهوریت  له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې  له هغه غوښتي دي ، چې   ایټمي موافقې د احیاء لپاره دې  د ویانا خبرې اترې زرترزره  بیرته پیل شي .

  له دې مخکې  د ایران   خارجه وزارت د حسین امیر عبداللهیان او د لودریّن دټيلیفوني خبرو په باب  وئيلي وو،د ایران خارجه وزیر د فرانسې له خارجه وزیر څخه غوښتي څو امریکا او اروپا دې  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي . 

  دایټمي  خبرواترو  دبیرته پیلیدا لپاره د فرانسې د خارجه وزیر غوښتنه په داسې شرائطو کې مطرح شوې ده ، چې تر دې د مه   په ویانا ښار کې جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا  دآسانتیا لپاره   له  ایران سره  د امریکا او نورو  لورو  ترمینځ  دخبرواترو شپږ پړاؤنه  ترسره شوي دي .

 د ایران اسلامی جمهوریت  تل ټينګار کړی دی ،  دې ته په پام سره چې  ا مریکا یو لوری ؤ  چې  دموافقې خلاف ورزي ئې وکړه او  دا واشنګټن دی چې  باید  دبندیزونو په ختمولو سره  بیرته  موافقې ته وګرځي  اولازمه ده چې د امریکا دژمنتیاؤ اجرا دایران له خوا  تائيد شي . تهران البته  ټينګار کوي ،  نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا لپاره  هیڅ  بیړه یا ټینګار هم نه لري.

 

ټیګونه