د افغانستان د پناه غوښتونکو په وړاندې د اروپایي هیوادونو په غیر انساني کړچار د بشري حقوقو د څارونکي موسسې نیوکه :-
(last modified Tue, 07 Sep 2021 08:24:29 GMT )
Sep 07, 2021 12:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پناه غوښتونکو په وړاندې د اروپایي هیوادونو په غیر انساني کړچار د بشري حقوقو د څارونکي موسسې نیوکه :-

د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ (HUMAN RIGHTS WATCH) د افغانستان د پناه غوښتونکو له کړکیچ سره په چلند کښې د اروپايي اتحادیې په کړچار باندې نیوکې سره هغه غیر انساني او سخت زړی کار وباله .

د بشري حقوقو څارونکي موسسې وویل د اروپايي اتحادیې مشرانو د خواخوږۍ او د ملګرتیا کولو  پرځاې د افغانستان پناه غوښتونکو ته پیغام ورکړی دی هغه کسان چې له هیواد تښتي باید په اروپا کښې د امنه پناه ځاې د موندلو فکر ونکړي  .

د بشري حقوقو څارونکي موسسې د اګست د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په اشارې سره ولیکل د اسټریا ، د ډانمارک او د چیک جمهوریت استازیو د کلمې په حقیقي معنا وویل د افغانستان خلکو ته زمونږ  تر ټولو مهم پیغام په خپل هیواد کښې پاتي کیدل دي او مونږ به له اروپا څخه د تاسو ملاتړ وکړو .

حاضردمه د اروپايي اتحادیې هیوادونه خپل غلیمانه شعارونه په ورانکونکو اقداماتو سره تطبیق کوي .

د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ د افغانستان د پناه غوښتونکو په وړاندې د اروپايي اتحادیې لخوا د افغان کډوالو په وړاندې  د لا انساني کړچار او د هغو افغانانو چې اروپا ته د پناه وړلو غوښتنې یې کړي دي د حقوقو د تضمین او د احترام غوښتنه وکړه .

د افغانستان له پناه غوښتونکو سره د اروپايي اتحادیې او د هغې د غړیو هیوادونو د چلند په څرنګوالي باندې د بشري حقوقو د څارونکي موسسې سخته نیوکه د لویدیځو هیوادونو د حقیقي ماهیت او د هغوې د بشري حقوقو د ادعاګانو  ښودنه کوي .

په حقیقت کښې د افغانستان اوسني حالات ، سیاسي  او انساني کړکیچ د امریکا او په ناټو کښې د واشنګټن د اروپايي شرکاو د شل (۲۰)کلن نیواک د شتون نتیجه ده .

په جنګ ځپلي افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د عسکرو شتون د ناامنۍ د بې وزلۍ د نشه ییزو مواد د تولید او قاچاق او د ترهګرۍ له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

په دې سربیره د امریکا او د ناټو د عسکرو په بیړۍ سره له افغانستانه وتل په دغه هیواد کښې د ګډوډۍ د رامینځته کیدا او بالاخره په افغانستان باندې د طالبانو د سلطې سبب شول .

په دې ډول همدا اوس د اروپا په شمول لویدیځ هیوادونه د افغانستان د  حالاتو  او د افغانستان د پناه غوښتونکو د نوي څپې د رامینځته کولو نیغ په نیغه مسول دي کوم  چې د طالبانو له حکومت او سلطې څخه د تښتیدا لپاره له هیواده وتلي دي او له ډیرو خطرونو سره سره اروپا ته روان شوي دي او یا په  نږدې راتلونکي کښې اروپا ته د تلو هڅه کوي .

د طالبانو له سلطې وروسته له افغانستان څخه د خلکو د وتلو زیاتیدونکي څپې د اروپايي اتحادیې د هیوادونو اندیښنه راپارولي ده او دوې اندیښمن دي چې اروپا ته د افغانستان د خلکو په ډله ییز مهاجرت کولو سره په دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال کښې د پناه غوښتونکو د کړکیچ په شان له یوه بل بحران سره مخامخ شي .

د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیران د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځ په بروکسل کښې سره راغونډ شول چې له افغانستانه د کډوالې د زیاتیدونکې څپې په هکله د ګډو سیاستونو او د تدبیرونو په هکله سلامشورې وکړي .

خو دغه غونډه د افغانستان له پناه غوښتونکو سره د مقابلې لپاره ګډې لارې ته له رسیدا پرته پاې ته ورسیده .

په کلي توګه اروپايایانو په دې زمینه کښې سخت دریځ غوره کړی دی او د اسټریا د صدراعظم په شمول د اروپايي چارواکو اعلان شوي دریځونه  او د اروپايي اتحادیې دریځونه  په پرله پسې ډول د افغانستان پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکوي چې اروپا ته د راتلو او په اروپايي هیوادونو کښې د هستوګنې د اجازې فکر له مغزو  وباسي .

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د افغانستان د پناه غوښتونکو د بیا هستوګنې لپاره د معلومو ژمنو په هکله خبرداری ورکړی ځکه چې د هغه په ګمان دغه مسله  اروپا ته د ورتلو لپاره زیات کسان وهڅوي او مونږ دغه کار نه غواړو .

د اسټریا ، د ډانمارک او د چیک جمهوریت په شمول ځینې اروپايي هیوادونه په خپلو پخوانیو دریځونو باندې ټینګار سره د افغانستان د پناه غوښتونکو منلو ته چمتو نه دي .

د اروپايي هیوادونو د دغو دریځونو په څنګ کښې اروپا ته د افغانستان د پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنیوي لپاره د اروپايي هیوادونو لخوا ډیر اقدامات ترسره شوي دي .

پولینډ هیواد له بیلاروس سره په خپل سرحد کښې د افغانستان دوه دیرش (۳۲)ښاریز نیولي دي او د هغوې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد کړي دي .

کروشیا هیواد هم د افغانستان ښاریز بوسنیا ته بیرته ورستنوي او یونان هم له ترکیې سره په خپل سرحد کښې د څلویښت (۴۰) کلومیټره دیوال جوړول پاې ته رسولي دي چې په دې ډول خپل هیواد ته د افغانستان د پناه غوښتونکو د ورتلو مخه ونیسي .

د اروپايي هیوادونو دغه اقدامات او دریځونه یو(۱) معلوم پیغام لري اوهغه دا چې اروپايي هیوادونه د افغانستان د پناه غوښتونکو د نوي څپې د ورتلو غوښتونکي نه دي .

دغه چاره د افغانستان د کړکیچ په وړاندې د اروپايي هیوادونو د بشپړه بې مسولیتۍ نښه ده کومو چې د دغه کړکیچ په رامینځته کیدا کښې مهم رول لوبولی دی .

د اروپا د چارو کارپيژاند« ژان لویی ډو برویر »وايي د افغانستان د کډوالو په هکله وړاندیز شوي حل لارې چارې د اروپايي اتحادیې جیو پولیټیک بې وسې نندرې ته وړاندې کوي .

 

ټیګونه