په اروپا کې د انرژۍ په بې وځلۍ اندیښنې
د اروپا د ګیسو اوبریښنا د بیَو اوڅاره زیاتیدا ، دخپلو کورونو د موقتي چټي کولو د ارزونې لپاره تولیدونکو ته یو پیاوړی سګنل دی .
د اروپائي کمیشن د کار او ټولنیزو چارو کمیشنر نیکلاس شمیت په دغې اتحادئې کې د انرژۍ د بې وځلۍ په باب خبرداری ورکړ. هغه په دې باب وئیلی دي ، په میلیونونو خلک دم ګړۍ په اروپائي اتحادئې ې د انرژۍ له بې وځلۍ کړیږي او شمیر ئې نوره هم زیاتیدلی شي .
د اروپا دتجارتي ټولنو کنفډریشن په ستمبر میاشت کې اندیښنه ښودلې چې په اروپا کې څه دپاسه دوه میلیون اوه لکه کسان دکار کسب له درلودلو سره سره ، په ژمي کې خپل کورونه ګرَم نشي ساتلی . اروپائي کمیشن ددغې اتحادئې له غړو هیوادونو غوښتي دي چې په لومړني فرصت کې دې ، د انرژۍ د بیّو د زر زیاتیدا په وړاندې دې د کورنیو او شرکتونو ساتنه وکړي .
په اروپاکې د انرژۍ د بې وځلۍپه باب جدي خبرداری او اندیښنو څرګندولو له نوی واققیعّته،یعني د انرژۍ په تیره بیا ګیسو ته د اروپا د ډيرو زیاتو خلکو نه لاس رسی ، هغه هم د ژمي د موسم په رارسیدو سره،پرده پورته کوي . دا موضوع تر ډیره حده په مخکینیو میاشتو کې دګیسو د بیّو ډ ډيرې زیاتیدا په دلیل عنوان شوې ده . د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په اروپا کې د طبیعي ګیسو د توک خرڅلاؤ زیاتیدا کابو څلور سوه څلویښت فی صده زیاته شوي او په درستې اروپاکې ئې ډيرې زیاتې اندیښنې راولاړې کړي دي .
د ګیسو بیّه د هرمکعب میټر په بدل کې کابو یو زر دوه سوه ډالره ده . دغه ګیس څخه د بریښنا دتولید او د تودوخې لپاره استفاده کیږي .په طبیعي توګه دې موضوع ، نه یوازې په کورونو کې د استفادې وړ طبیعی ګیسو د قیمت د ورکولو په زمینې کې د اروپا د خلکو داخستوپر قدرت منفي اغیزې شیندلي ، بلکې د بریښنا د بَیو د ډیرې زیاتیدا سبب هم شوي ده .
په جرمني کې د بریښنا بیّې له جنورۍ میاشت راهسې کابو یو سل څلویښت فی صده لاګرانې شوي دي ، په ایټالیا کې درې سوه څلویښت فی صده ، په اسپانیا کې دغه بیَې څلور سوه پنځه ویشت فی صده زیاتې شوي دي . په اروپا کې له دغو دوو سرچینو ،یعني له ګیسو او بیښنا ، د تودوخې لپاره استفاده کیږی او ددغو دواړو انرژیو د بَیو ډیرې زیاتیدا ته په پام سره طبیعتا ، ډیری خلک به له دغو انرژیو څخه د کافی استفادې جوګه نه وي او همدا موضوع په اروپا کې د انرژۍ د بې وځلۍ د نوي ښکارندې د رامینځةکیدا لامل شوې ده .
په عین حال کې ،د اروپا د ګیسو اوبریښنا د بیَو اوڅاره زیاتیدا ، دخپلو کورونو د موقتي چټي کولو د ارزونې لپاره تولیدونکو ته یو پیاوړی سګنل دی .
یو مهم ټکی دا چې د ګیسو د بیَو ددغې ډيرې زیاتیدا د ګرَم معلومولو په باب د اروپا د ګیسو د یوه اصلی تامینونکي هیواد په توګه د روسیې او اروپایانو ترمینځ دنظر ډیر اختلافات شته دي . اروپایانو ، د روسیې له خوا د ګیسو د وړاندې کولو کمیدا او له ماسکو سره د ګیسو اړوندوالی ، د ګیسو د بیّو د لوړیدا یو مهم علت بللی دی . دم ګړۍ د اروپا لږترلږه دیرش فی صدي ګیس د روسیې له خوا تامینیږي . د اروپائي اتحادئې د انرژۍ ګمیشنر په وینا ، د ګیسو له وارداتو سره اړوندوالی ، نوي فی صده دی او په همدې دلیل، د انرژۍ خپلواکي باید په اروپائي اتحادئې کې یو اصلی لومړیتوب باندې بدله شي .
په مقابل کې ، روسان باؤري دي ، چې بروکسل د طبیعي ګیسو په تجارت او ځاي بازار ته ئې په حرکت کې د اوږدمهاله معاملاتو دونډې په کمولو سره ، چې هلته بیَې تر ټولو لوړې سوئې ته رسیدلي ډیره ستره تیروتنه ئې کړې او دګیسو بیَو د زیاتیدا سبب شوې ده . د روسیې مرستیال لومړي وزیر الیګذنډر نواک هم په اروپا کې دانرژۍ د بحران د راپينځيدا په باب په خبرداري ورکولو سره ، په اروپا کې د تر مځکې په لاندې تاسیساتو کې د ګیسو د زیرمو د پنځه ویشت میلیارډ مکعب میټرو دکمښت خبر ورکړی دی، په دې زمینې کې دسملاسی اقدام غوښتنه کړې ده .
په عین حال کې په دې زمینې کې ځيني کارپيژاندي بل نظر لری . د دوي په اند ، په اروپا کې د کرونائي بحران په کمیدا سره ددغې سیمې اقتصاد دښه کیدا په لاره سم شوی او دا موضوع د ګیسو د غوښتنې په تیره بیا په صنائعو او شرکتونو کې د ګیسو د غوښتنې د زیاتیدا سبب شوې ده . د غوښتنې او وړاندې کونې قانون ته په پام سره ، هرڅومره چې غوښتنه زیاتیږي ، نو بیَې ئې هم زیاتیږي . نو ځکه په وسني پړاؤ کې د مختلفو عواملو ترکیب ، دګیسو په زمینې کې د بحراني وضعیّت د رامینځةکیدا او په اروپا کې ئې د بیَود بې مخینې زیاتیدا سبب شوي دي .