د برجام په اړه د څلورو لويديځو هېوادونو د مشرانو پروپېګنډه اي بيانيه
د امريکې، برطانيې، فرانسې او جرمني څلورو هېوادونو مشرانو پرون د اېټاليا په روم کښې د شل ډلې هېوادونو د سرمشريزې غونډې ترڅنګه له کتنې او د ايران او برجام اېټمي موافقې په اړه خبرې اترې وکړې.
هغوي له ايرانه وغوښتل چې په روغ نيت سره دې اېټمي خبرې اترې بيا شروع کړي چې برجام موافقې ته د تهران او واشنګټن دستنېدو لپاره زمينه برابره شي.
په دغې څلور اړخيزې بيانيه کښې له برجام اېټمي موافقې نه د امريکې په يو اړخيزه توګه وتلو او د تهران په اړه د خپلو ژمنو په وړاندې د اروپا د شاتګ دوام ته بې له څه اشارې ادعا شوې ده: مونږ له دې څخه چې ايران هيڅکله نه شي کولې اېټمي وسلو په پراختيا يا ورته په لاسرسائۍ لاس پورې کړي د اطمينان لپاره خپله اراده علان کړه او په دې اړه مو خپله سخته او زياتېدونکې اندېښنه هم شريکه کړه.
د امريکې او اروپائي ټروئيکا ګډه بيانيه او هغه هم په داسې وخت کښې چې ايران او اروپائي اتحاديې په نومبر کښې د ويانا د خبرو اترو د اوم پړاو د جوړېدو په زمينه کښې يو لړ خبرې اترې لرلې دي، په فوځي اېټمي فعاليتونو د ايران په تورنولو سره د نفسياتي او پروپېګنډه اي فضاء د رامنځته کولو لپاره د لويديځوالو د ارادې نښه ده. د هغوي مقصد دا دے چې د راتلونکو خبرو اترو په دوران کښې خپلې زياته غوښتونکې مطالبې يعنې د اېټمي محدوديتونو پراختيا او تمديد او له برجامه د وراخوا مسائلو يعنې د ايران د سيمه ايزو سياستونو او توغنده اي توانمنۍ ځاے کول عملي کړي. د دغو څلورو لويديځو هېوادړونو مشرانو په خاصه توګه د امريکې ولسمشر جوبائيډن په ظاهره دا خبره هېره کړې ده چې واشنګټن د برجام د اوسني بندون د حالت ذمه وار دے. د امريکې مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې وويل چې په يو اړخيزه توګه له برجامه وتلې او د خپلو غېر قانوني غوښتنو منلو ته د ايران مجبورولو لپاره يې د تهران په خلاف له زيات نه زيات دباو د جنګ په چوکاټ کښې ترټولو بې مخينې بنديزونه عملي کړل او د برجام د ساتنې لپاره يې د هر ډول طرحې مخالفت وکړ.
جوبائيډن اعتراف کړے دےچې ټرمپ له برجام په وتلو سره تېروتنه کړې او د امريکې له ملي ګټو سره يو خلاف اقدام يې ترسره کړے دے او امريکه يې لا ګوښې ته کړه.خو بائيډن په عمل کښې د خپل اقتدار له ابتداء يعنې د روان ميلادي کال په جنورۍ کښې نه هم هغه شان تر اوسه هم هغه شان د ايران په خلاف د خپل له زيات نه زيات دباو سياست عملي کولو هت دوام ورکړے او دې ته بې له څه اشارې چې کوم حکومت د برجام په وړاندې د خپلې وعدې خلاف ورزي کړې او ترې بهر وتلے دے برجام ته د امريکې ستنېدل د تهران له اقدام سره مشروط بللے دے. د بائيډن حکومت حتی په ايران نوي بنديزونه هم لګولي دي.
اروپايان هم په عملي توګه له برجامه په يو اړخيزه توګه د امريکې له وتلو وروسته د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې د برجام متعلق د خپلو ژمنو پوره کولو او د ايران په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د اثراتو د کمولو لپاره هيڅه موثره اقدام نه دے ترسره نه کړل او يوازې يې په ظاهري شکل کښې په برجام کښې شتون لرلے دے او يو ډول د ايران پوروړي دي. اروپائي ټروئيکا هم دامريکې د دباونو او هم د ضروري ارادې نه لرلو په وجه د خپلو برجامي ژمنو له اجرا په تېره بيا د اېنسټکس په نامه له ايران سره د مالي او تجارتي معاملاتو د لارې چارې له موثرې اجرء څخه ډډه وکړه.
اوس غونډسکے د لويديځوالو په مېدان کښې دے چې د وخت د ضائع کولو او د برجام په خلاف د غېر منطقي غوښتنو د مطرح کولو په ځاے دې د برجام د بيا ژوند کولو او د بنديزونو د ختمولو په هدف سره د ويانا خبرې بيا شروع کړي. په مسلمه توګه د ايران په خلاف د امريکې د يواړخيزو بنديزونو د ختمېدو په صورت کښې به تهران هم خپلو د برجامي ژمنو بيا اجرا کولو ته چمتووي.
---------