اروپايي اتحادیه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپا د کمیسیون مشرې میرمن «اورسولان فون درلین »وویل اروپايي اتحادیه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني .
هغې پرون په دې خبرې سره چې باید د هغه اقتصادي او ټولنیزې دړې وړې کیدا چې افغانستان ورسره مخامخ دی مخه ونیسو وویل اروپايي اتحادیه په افغانستان کښې نوی حکومت چې په زور سره رامینځته شوی دی په رسمیت نه پیژني .
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون د مشرې اورسلافون ډرلین دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د امریکا او د اروپا له استازیو سره د طالبانو د غړیو خبرو اترې له پرون څخه د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شوي دي .
امریکا د ناټو تړون په چوکاټ کښې له بریتانیا او متحدانو سره یوځاې شل(۲۰) کاله مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان برید وکړ .
امریکا، بریتانیا او ناټو تړون د افغانستان له شل (۲۰) کاله نیواک او د دغه هیواد له تباه کولو او د دوه زره او درې سوه دیارلس (۲۳۱۳) میلیارډه ډالره له لګولو او د کابو دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) عسکرو له وژل کیدا وروسته په تیرې اګست میاشت کښې په بې شرمۍ سره له افغانستان څخه ووتل چې په سیمه کښې د لویدیځو هیوادونو د لاسوهونکو سیاستونو په تورې کارنامې یوه (۱) بله ټپه ووهل شي .