د اسلام د پیغمبر(ص) سپکاوی دبیان آزادي نه ده
د روسیې ولسمشر هرکال په هغه خبری کنفرانس کې چې کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي ،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .
زمونږخبریال د ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هغه کلني خبری کنفرانس کې چې په دودیز ډول هرکال له کریسمس څخه مخکې ترسره کیږي ،روښانه کړې ده ، داسلام دپیغمبر په شان کې ګستاخي هیڅکله هم د بیان آزادي نه ده .
هغه روښانه کړې ،دغه شان کارونه ، نفرت خورولو او افراط پالنې پراختیا ته لازیاته لمن وهي .
د روسیې ولسمشر دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا روسیه به طالبان په رسمیّت وپيژني ووئیل ، له افغانستان سره د باثباته اړیکو درلودل د روسیې لپاره د ملی امنیت د مهمو مسئلو یوه برخه ده . هغه روښانه کړه ، هغه ترټولو مهم اقدام چې لازم دی ، دم ګړۍ په افغانستان کې ترسره شي ، په دغه هیواد کې ددړې وړې کیدا مخنیوی دی ، هغه هیوادونه چې تر دوو لسیزو پورې ئې افغانستان په نیواک کې درلود، باید د هغو هیوادونو په لومړي صف کې شي ، چې له افغانستان سره مرسته کوي .
د روسیې ولسمشر هرکال په هغه خبری کنفرانس کې چې کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي ،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .