د اسلام د پیغمبر(ص)  سپکاوی  دبیان آزادي نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110118-د_اسلام_د_پیغمبر(ص)_سپکاوی_دبیان_آزادي_نه_ده
د روسیې ولسمشر  هرکال  په هغه خبری کنفرانس کې  چې   کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي ،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2021 10:17 Asia/Kabul
  • د اسلام د پیغمبر(ص)  سپکاوی  دبیان آزادي نه ده

د روسیې ولسمشر  هرکال  په هغه خبری کنفرانس کې  چې   کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي ،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .

زمونږخبریال د  ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په هغه کلني خبری کنفرانس کې چې  په دودیز ډول  هرکال  له کریسمس څخه  مخکې ترسره کیږي ،روښانه کړې ده ،  داسلام دپیغمبر په شان کې ګستاخي هیڅکله هم د بیان آزادي نه ده .

 هغه روښانه کړې ،دغه شان کارونه ، نفرت خورولو او افراط پالنې پراختیا ته لازیاته لمن وهي .

 د روسیې ولسمشر دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا  روسیه  به طالبان په رسمیّت وپيژني  ووئیل ،  له افغانستان سره د  باثباته اړیکو درلودل  د روسیې لپاره  د ملی امنیت د مهمو مسئلو یوه برخه ده . هغه روښانه کړه ،  هغه ترټولو مهم اقدام  چې  لازم دی ، دم ګړۍ په افغانستان کې ترسره  شي ، په دغه هیواد کې ددړې وړې کیدا  مخنیوی دی ، هغه هیوادونه چې  تر دوو لسیزو پورې ئې افغانستان په نیواک کې درلود، باید د هغو هیوادونو په لومړي صف کې شي ، چې  له افغانستان سره  مرسته کوي .

د روسیې ولسمشر  هرکال  په هغه خبری کنفرانس کې  چې   کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي ،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .