امریکا باید د ایران پرضد د زیات دباو سیاست اصلاح کړي
فارس خبري اژانس وايي چین ټینګار وکړ امریکا د ایران د اټومي تړون په هکله د کړکیچ د ګرم هیواد په توګه باید د زیات دباو غلط سیاست اصلاح کړي او د تهران پرضد غیرقانوني بایکاټونه ختم کړي .
چین تل د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله د امریکا له غلطو سیاستونو سره خپل جدي مخالفت ښودلي دی او له اټومي تړون څخه د وتلو په شمول د امریکا د ژمنو ماتول او د ایران پرضد د غیر قانوني بایکاټونو لګول د ایران د اټومي مسلې اصلي علت ګڼي .
د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لیجیان د ویاناد خبرو اترو او د مذکراتو د اتم (۸) پړاو د پیلیدا په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل د اټومي تړون د احیا لپاره خبرې اترې مهم پړاو ته ننوتلي دي .
چین موافق دی چې ټول لوري باید زیات احساس ولري او خپل ښه نیت او نرمښت په کامل ډول وښيي او د زر تر زره موافقې ته د رسیدا په لور حرکت وکړي .