چین د روسیې له بایکاټولو سره مخالفت او له ماسکو سره د ناټو د مذاکراتو ملاتړ وکړ
(last modified Mon, 28 Feb 2022 03:27:28 GMT )
Feb 28, 2022 07:57 Asia/Kabul
  • چین د روسیې له بایکاټولو سره مخالفت او له ماسکو سره د ناټو د مذاکراتو ملاتړ وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې بیجنګ په روسیې باندې د هر ډول بندیز سره د مخالفت په ترڅ کښې، له ماسکو سره د ناټو او اروپايي اتحادیې د امنیتي مذاکراتو د پیلیدو ملاتړی دی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې بیجنګ په روسیې باندې د هر ډول بندیز سره د مخالفت په ترڅ کښې، له ماسکو سره د ناټو او اروپايي اتحادیې د امنیتي مذاکراتو د پیلیدو ملاتړی دی

وانګ یي په یوکراین کښې د روانو حالاتو په موضوع د جرمني له خارجه وزیر انالنا بربوک سره په ټیلیفوني خبرو کښې، له روسیې سره د ناټو او اروپايي اتحادیې د امنیتي مذاکراتو له پیلیدو د ملاتړ په ترڅ کښې وویل: چین د متعادل، موثر او پایداره اروپايي امنیتي مکانزم د رامینځته کولو او په اروپا لویه وچه کښې د اوږدمهاله ثبات لپاره د اړوندو لورو ترمینځ د داشان خبرواترو د پیلیدو ملاتړی دی.

 

ټیګونه