لویدیځ  له روسیې سره په نه نزدیکیدا کې تیروتنه کړې ده
(last modified Sat, 12 Mar 2022 03:02:58 GMT )
Mar 12, 2022 07:32 Asia/Kabul
  • لویدیځ  له روسیې سره په نه نزدیکیدا کې تیروتنه کړې ده

حاضر یم اعتراف وکړم چې  ډيرې تیروتنې مو کړي دي  او  د روسیې له لاسه ورکول مو  ولیدل ، ځیني شیبې وې ، چې ښه عمل مو کولی شو ،  داسې ځيني  مسئلې شته چې  وړاندیز  مو وکړ ، خو وروسته مو اجرا نه کړئ شول . ذ

 د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست  دکمیشن مشر جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې  ووئیل  لویدیځ   له روسیې سره په اړیکو کې  ډيرې تیروتنې کړي دي او  لویدیځ ته د روسيې دنزدیکیدا فرصت ئې له لاسه ورکړی دی .

د روسیې حکومت   دتیر دسمبر په وروستیو کې  امریکا او ناټو ته د امنیتی ضمانتونو لپاره خپل یو وړاندیزي پیکیج  سپارلی ؤ چې  په ناټو کې د اوکراین  دغړیتوب مخنیوی او  ختیځي اروپا څخه ددغه ائيتلاف  د ځواک وتل پکې شامل  وو،  لویدیځي چارواکو سره دامریکا ورته منفي ځواب ورکړ  او  ورپسې د روسیې او اوکراین د جنګ شخړه رامینځة شوه  .

 جوزف بورل  په  دغو څرګندونو کې ووئیل ،  حاضر یم اعتراف وکړم چې  ډيرې تیروتنې مو کړي دي  او  د روسیې له لاسه ورکول مو  ولیدل ، ځیني شیبې وې ، چې ښه عمل مو کولی شو ،  داسې ځيني  مسئلې شته چې  وړاندیز  مو وکړ ، خو وروسته مو اجرا نه کړئ شول .

 

ټیګونه