د نوروپه ضددې د افغانستان له خاورې د استفادې اجازت ورنه کړل شي
د چین خارجه وزیر وانګ یي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل ، بهرنیو هیوادونو ته دې د نورو په ضد ددغه هیواد له خاورې د ناسمې استفادې اجازت ورنکړي .
په افغانستان کې د امریکائي عسکرو شتو تل د سیمې او ګاونډیو هیوادونو لپاره ګواښ ؤ، طالبانو هم په دغه هیواد کې قدرت ته له رسیدا وروسته په کرتو وئيلي دي ،افغانستان نور د سیمې د هیوادونو په ضد کوم ګواښ نه دی .
روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړ ، د چین خارجه وزیر وانګ یی چې پرون ئې افغانستان ته ناڅاپي سفر کړی ، د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره په لیدوکاتو کې ئې هیله ښودلې ده ، افغانستان دې د نورو هیوادونو امنیت ته په ګوزار ورکولو یا ئې د دوي له ګاونډیانو سره دمقابلې لپاره دیوه آوزار پّتوګه د بهرنيو عسکرو په وسیهل ددغه هیواد له خاورې په نه استفادې کې تل خپلې ژمنتیا ته پابنده پاتې شي .
په هغې اعلامیې کې چې د چین خارجه وزارت خپره کړې ده ، راغلي دي ، چین په ون بیلټ ون روډ پروژې کې د افغانستان د فعال ګډون هرکلی کوي او ګروهمن دی ، چې افغانستان ته د چین – پاکستان د اقتصادي کریډور دغزولو لپاره هڅه وکړي .
دچین خارجه وزیر پرون کابل ته په سفر کې په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت له مرستیال مشر او ملاعبدالغني برادر او خارجه وزیر امیر خان متقي او نورو طالب چارواکو سره کتنه او د سیاسی ، اقتصادي، امنیتی او ټرانزیټي مسئلو په باب خبرې اترې کړي دي .