د دنیا تر ټولو ګرانبیه چاې چیرته ملاویږي ؟
زمونږ خبریال وايي تاسو به د دغه خبرې په اوریدو سره حیرانه شئ چې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه چاې په چین او هانګ کښې ملاویږي .
د راپورونو پراساس د دغو چایو د یوه کلوګرامه بیه څه دپاسه یولک څلوراتیا زره ډالره ده .
د چین «ګلاس بیلي» شرکت د نړۍ دغه ګرانبیه چاې خرڅوي .
دغه چاې دوه قسمه دي ؛
لومړۍ ډول روګايي .
دوهم ډول راک ټي .
د غره په څوکه باندې د «راک ټي» چایو ځینې نور قسمونه هم شته چې پکښې ډاهونګ پاو او شويي ژیان مشهور دي .
د چایو په دغو قسمونو کښې تر ټولو ګرانبیه چای « نايي لین کنینګ روګايي » نومیږي کوم چې د چین په غرونو کښې په سختو لارو کښې راټوکیږي .
د دغو چایو د پینځویشت ګرامه پاڼو بیه څلور زره پینځه سوه شپیته ډالره ده او که چیرې څوک یوکلوګرامه چاي واخلي نو بیه یې یولک څلور اتیا زره شپږسوه پنځوس (۱۸۴۶۵۰)ډالره کیږي .
دغه چای یوازې ځانګړي تجربه لرونکي کسان جوړولی شي او د دغو چایو د یوې پیالې بیه له درې زره پینځه سوه څخه تر څلور زره ډالرو پورې خرڅیږي .
په چین کښې دغه راټوکیدونکي ګرانبیه چاي ډیر تاریخي لرغونوالی لري .