طالبان دې د ډيپلوماټيک رسمیّت ترلاسه کولو لپاره ملموسي هڅې وکړي
چین له چارشنبې تر پنجشنبې شپې پورې په افغانستان کې له ثبات سره د مرستې لپاره دجلاجلا غونډو کوربه ؤ . داغونډه د چین په تونشي ښار کې د قطر او انډونیشیا له استازو سره یوځاي او د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست په شتون سره ، د چین ، اسلامي ایران ، روسیې ،پاکستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان ،ازبکستان دخارجه وزیرانو دریمه غونډه وه .
د چین خارجه وزیر وانګ يي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو ددریمې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ووئيل ، د ډيپلوماټيکو فعالیتونو په رسمیّت پيژنده ، د طالبانو د موقته حکومت یوه جدي او د نړیوالې ټولنې مشترکه اندیښنه ده .
چین له چارشنبې تر پنجشنبې شپې پورې په افغانستان کې له ثبات سره د مرستې لپاره دجلاجلا غونډو کوربه ؤ . داغونډه د چین په تونشي ښار کې د قطر او انډونیشیا له استازو سره یوځاي او د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست په شتون سره ، د چین ، اسلامي ایران ، روسیې ،پاکستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان ،ازبکستان دخارجه وزیرانو دریمه غونډه وه .
د چین سی سی ټی وي چینل په یوه راپور کې وئيلي د ي ، د چین خارجه وزیر وانګ يي په دغه خبری کنفرانس کې ووئيل ، چین تل باؤري دی چې افغانستان باید په یوه ماته خوړلي هیواد بدل نشي یا له نړیوالې ټولنې جلا نشي . ، البته تر کلونو کلونو پورې د جنګ زغمل ، له نړيوالې پراختیا څخه د افغانتسان د وروسته پاتیکیدا لامل شوی او دغه شان شرائط باید نور دوام ونه کړي . وانګ يي ووئيل ، دطالبانو حکومت ډیرې هڅې کړي او سوکه سوکه ئې سیاسی موقعیّت ته په ثبات ورکولو کې ځینی نتیجې هم ترلاسه کړي دي ،خو د افغانستان د ګاونډیانو پشمول نړیواله ټولنه هیله منه ده چې طالبان ، په لومړني فرصت کې دخپل رول بدلیدا انجام ته ورسوي. هیله مند یوو، دطالبانو حکومت د ملی پخلاینې په لوړتیا ، د ټولشموله حکومت په جوړیدا او د ښځو اوماشومانو دکار کسب او زده کړو د حق په رعایتولو کې لازیات پرمختګ وکړي ، په تیره بیا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې چې باید په دې باب لازیاتې ملموسي نتیجې ترلاسه کړي .دغې غونډې فیصله کړې څو په اصولي توګه له افغانستان څخه د انسان دوستۍ د مرستو ، ارتباطاتو ، اقتصاد ،تجارت ، کرهڼې ، انرژۍ ،بریښنا او د کارکسب د رامینځةکونې په څير په مهمو زمینو کې ملاتړ وکړ ي .