له ایران سره دمقابلې لپاره سټراټژي تردې دمه ناکامه ده
په وروستیو کلونو کې د امریکائي حکومت د یواړخیزو او غیر قانونی بندیزونو دوام سره سره ،واشنګټن د خپلې خوښې موخو ته درسیدا په زمینې کې یوه موافقه ترلاسه نه کړائ شوه او همدغه موضوع ، له ساړۀ جنګه وروسته د امریکا د بهرني سیاست په تاریخ کې تر ټولو ستره ناکامي وبلل شوه .
زمونږخبریال راپور راکړ،د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس بیګا په یولړ څرګندونو کې ومنله ،د ایران دایټمی پروګرام د کنټرولولو لپاره د دغه هیواد سټراټژي بې نتیجې ده.
د ۲۰۱۸کال په مئ میاشت کې د امریکا د وخت کرغیړن ولسمش ډونالډټرمپ د واشنګټن د ژمنتیاؤ په خلاف ورزۍ سره له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ووت او د ایران په ضد ئې دزیاتره دباؤ په نامې سره سیاست ته مخه کړه .
ټرمپ امیدوار ؤ ، د زیاتره دباؤ سیاست ایران د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په ځاي پر یوې نوی موافقې دخبرواترو لپاره د مذاکراتو میزته شتون ته مجبورولی شي ، خو په عین حال کې هغه د ۲۰۲۱کال دجنورۍ په شلمه نیټه په داسې حال کې له قدرته څنګة شو ، چې د ایران ضد موخو پوره کیدا خوب ئې له ځان سره یووړ .