د فټ بال نړیوال جام دسیالیو پچه واچول شوه
ټاکل شوې ده چې د فټ بال نړیوال جام ګټونکي ټیم ته به د جایزې په توګه دوه میلیون ډالر جایزه هم ورکړل شي .
د ایران داسلامی جمهوریت دفټ بال ملی لوبډله به د قطر د ۲۰۲۲کال نړیوال جام په سیالیو کې د انګلستان ، امریکا او د اروپا د پلې آف ګټونکي یوه بل ټیم سره په ګروپ کې شو .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د قطر د ۲۰۲۲کال د نړیوال جام د پچې اچولو دستورې بیګا په دوحې کې ترسره شوې . چې د ایران نړیوال اتل علی دائي او مهدي مهدوي کیا هم پکې شتون درلود، د پچې په اچونې پسې ، دایران دفټ بال ملي ټيم به په بي ګروپ کې له انګلستان ، امریکا او د اروپا په پلې آف کې د ګټوکي یوه ټیم ( له سکاټلینډ او اوکراین سره د ولز ټیم له مقابلې ) یوه ګټونکي ټیم سره سیالۍ وکړي .
ددغو سیالیو لپاره د ایران علی دائي ، دبرازیل کافو ، د جرمني لوتار ماتئوس ، د قطر عادل احمد ، صربستان بورا میلوتینوویچ ، دنیجریه جی جی اوکوچا ، دالجزایر رباح ماجر او د آسټریلیا تیم کیهیل ، د ۲۰۲۲کال دنړیوال جام د سیالیو پچې واچولې
ټاکل شوې ده د فټ بال د قطر د ۲۰۲۲کال د نړیوال جام سیالۍ د روان کال دنومبر له یویشتمې نیټې ددسمبر تر اتلسمې نیټې پورې دقطر په کوربتوب سره ترسره شي .
د قطر د ۲۰۲۲ کال د فټ بال د نړیوال جام دسیالیو ګروپ بندي په دې ډول ده .
گروه B: انگلیس- ایران - آمریکا- پلی آف 3(برنده اسکاتلند - اوکراین/ولز)
گروه C: آرژانتین- عربستان - مکزیک - لهستان
گروه D: فرانسه- دانمارک-تونس - پلی آف یک (برنده استرالیا و امارات/پرو)
گروه E: اسپانیا - پلی آف دو (برنده کاستاریکا و نیوزیلند)-آلمان - ژاپن
گروه F: بلژیک - کانادا - مراکش- کرواسی
گروه G: برزیل- صربستان- سوئیس- کامرون
گروه H: پرتغال - غنا- اروگوئه - کره جنوبی