د اروپائي ټروئيکا او امريکې د خارجه وزيرانو ادعا، د ګفتار او کردار اختلاف
د امريکې خارجه وزارت په يوې بيانيې کښې وويل چې د دغه هېواد او درې اروپائي هېوادونو برطانيې، فرانسې او جرمني هېوادونو خارجه وزيرانو ويلي چې د ايران په وړاندې سفارتي لاره چاره ترټولو غوره نتيجه ده.
په دغه بيانيه کښې چې پرون خپره شوه راغلي دي چې د امريکې خارجه وزيرآنتوني بلېنکن د فرانسې له خارجه وزير، جان ايو لودريان د برطانيې خارجه وزيء ليز ټراس او د جرمني خارجه وزيرې آنالنا بائربوک سره په بروکسل کښې ليدل کتل کړي او له دې څخه د اطمينان لپاره چې ايران هيڅکله اېټمي وسلو ته لاسرسائي نه پېدا کوي زمونږ د ګډې ارادې په اړه مو ورسره خبرې اترې وکړې. د امريکې د خارجه وزارت په بيانيه کښې راغلي دي: هغوي توافق وکړ چې سفارتي حل لاره چې د برجام اېټمي موافقې بشپړه اجرا ته د متقابلې ستنېدنې ضمانت ورکوي ترټولو غوره نتيجه ده.
د ايران اسلامي جمهوريت په ځلونو د خپل اېټمي پروګرام په صلح ايز ماهيت تاکيد کړے او د ايران د اېټمي پروګرام د فوځي اړخونو په باره کښې يې د لويديځوالو ادعا بې بنياده او په دې باره کښې د صهيونېسټ رژيم د تور لګونو په لړ کښې بللې ده. په عېن حال کښې شواهد د دې ښودنه کوي چې امريکه په اوس حال کښې د خپلو اروپائي انډيوالانو په ملګرتيا د نفسياتي او تبليغاتي جنګ د سياست په لړ کښې کوشش کوي چې تهران د خبرو اترو په مېز د هغې موافقې منلو لپاره چې د واشنګټن د غوښتنو په لړ کښې ي تردباو لاندې راولي. په دې لړ کښې آنتوني بلېنکن له دغې کتنې مخکې د امريکې له اېن بي سي خبري چېنل سره په مرکه کښې ادعا وکړه، د هغو ټولوکوششونو باوجود چې د موافقې د ترلاسه کولو لپاره مو ترسره کړي دي او د دې چارې باوجود چې دغه موافقه به زمونږ د امنيت لپاره ښه وي زۀ د دغې موافقې ترلاسه کېدو ته زيات ښه ګمان نه لرم. مونږ دې مرحلې يعنې د موافقې ترلاسه کولو ته نه يوو رسېدلي. پکار دے وګوروو چې يوه موافقه ترلاسه کولې شوو يا نه.
په حقيقت امريکه کوشش کوي چې د ويانا د خبرو اترو نتيجې ته د نه رسېدل په اړه په اصطلاح بال د ايران په زمکه کښې وغورزوي او تهران د اوسني نامعلومه حالت ګرم اوښئ. په داسې حال کښې چې ايران په ځلونو خپلې غوښتنې په واضحه او روښانه توګه بيان کړې دي او دا د بائيډن حکومت دے چې په ظاهره او يا نه غواړي اويا نه شي کولې چې دغو منطقي غوښتننو ته مثبت ځواب ورکړي. په اوسني حال کښې داسې ښکاري چې امريکې او د هغې اروپائي انډيوالانو فېصله کړې ده چې د ايران په خلاف د دباونو زياتولو په اړه پالېسۍ ته ترجيح ورکړي. کېدې شي په همدې وجه ده چې هغوي د خبرو اترو په مېز په ايران باندې د دباو لپاره د لويديځ ويرې اچونې د سياستونو په دوام کښې دا وويل چې امريکه او اروپائي ټروئيکا د ضرورت په صورت کښې يوې بلې سېناريو ته چمتو دي. د لويديځوالو اشاره د ايران په خلاف دباونو زياتولو او په دې لړ کښې نورو آپشنونو ته مخه کول دي. په داسې حال کښې چې تېرو وختونو او په خاصه توګه د 2018 کال په مۍ کښې له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې وتلو د امريکې د مخکيني لسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو جنګ چې په اېټمي برخه او نورو برخو کښې د واشنګټن د ناروا غوښتنو منلو ته د تهران د مجبورولو په هدف سره رامنځته شوے دے د دغې پالېسۍ د ماتې ښودنه کوي. ټرمپ نه يوازې د خپلې ادعا يو مقصد ته هم نه دے رسېدلے بلکه د واشنګټن اقدامات او د خپلو وعدو د پوره کولو په اړه د اروپايانو بې عملي د تهران لخوا په تدريجي توګه د برجامي ژمنو د کمېدو سبب شوه. په دې لړ کښې ايران د اېټمي پرمختګونو په زمينه کښې ستر ګامونه پورته کړل او په حقيقت همدا چاره وه چې د بائيډن حکومت يې د ايران د متقابل ستنيدو په هدف سره اوسني سياست غوره کولو يعنې برجام اېټمي موافقې ته ستنېدو ته مجبور کړ. خو د خبرو اترو د اتو اوږدو پړاونو د جوړېدو د زياتو لوړو ژورو باوجود اوس هم واشنګټن له ايران سره د يو اړخيزې موافقې غوښتونکے دے. يوه داسې موافقه چې پکښې ايران ته د له لږ نه لږو امتيازاتو په ورکولو سره له ايرانه له زيات نه زياتو امتيازاتو اخېستل دي. دا په داسې حال کښې دي چې ايران په ځلونو په دې لړ کښې خپل اصولي دريځ يعنې د ټولو بنديزونو ختمول او د دې چارې راستي آزمائنه او له برجامه د بيا نه وتلو په اړه د امريکې لخوا د ضمانت وړاندې کړول اعلان کړ او د هغو د عملي کېدوغوښتونکے دے. تهران ويلي چې که امريکائي لورے حقيقت پسندانه عمل وکړي نو په ويانا کښې د موافقې د ترلاسه کولو امکان شته. د ايران د نظر وړ موافقه داسې يو سند دے چې له زيات نه زيات صورت کښې بنديزونه ختم شي او سيمه هم يې له اجرا څخه ګټوره شي.