لویديځ هیوادونه د اوکراین کډوال مني خو د لویدیځې اسیا د هیوادونو کډوال نه مني :-
د اوکراین له جنګ څخه وروسته له جنګي کډوالو سره د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د اروپايي هیوادونو په دوه ګوڼه کړچار باندې پراخې نیوکې شوي دي .
دغه نیوکې نه یوازې له لویدیځو او اروپايي هیوادونو بهر بلکې د اروپا له داخل څخه هم شوي دي او په نیوکه کونکو کښې له عمومي افکارو رانیولي تر شخصیتونو ، او خصوصي او عمومي ارګانونو پورې بیلابیلې پرګنې لیدل کیږي .
دغه نیوکې په دغه کړچار متمرکزې دي چې د هغو پناه غواړو په هکله چې له لویدیځې اسیا ، د افریقا له شمال او په مشخص ډول له لیبیا ، سوریې او افغانستان څخه اروپا ته پناه وړي ده د اروپايي هیوادونو کړچار د هغو کډوالو په پرتله چې د اوکراین له جنګ څخه اروپا ته تللي دي کاملا متفاوت او له توپیر څخه ډک دی .
اروپايي هیوادونو د اوکراین د کډوالو په هکله د پرانیستي غیږې سیاست غوره کړی دی او هغوې ته هرډول اسانتیاوې ورکوي او په مقابل کښې هغو کډوالو ته چې له لویدیځې اسیا او د افریقا له شمال څخه اروپا ته ورغلي دي په لومړي ګام کښې د هغوې د نفوذ د مخه د نیولو سیاست غوره کړی دی او اروپا ته د دوې د ورتلو مخه یې نیولي ده او له منلو وروسته یې هم یو کم شان محدود امکانات او اسانتیاوې هغوې ته ورکړي دي .
د اوکراین کډوال په داسې حال کښې چې د کډوالیدا یې یوازې دوې (۲) میاشتې تیریږي په اسانۍ سره ټولو اروپايي هیوادونو ته تللی او د ځانونو لپاره کارونه پیدا کولای شي خو د لویدیځې اسیا سیمې د هیوادونو او د افغانستان کډوال په اروپايي هیوادونو کښې د اوږدې مودې له شتون سره سره اوس هم له ډیرو اسانتیاو محرومه دي .
که څه هم دغه امکان شته چې اروپايي هیوادونو له دې لارې غوښتي و خپل کمبودونه او تشې د اوکراین په جنګ کښې جبران کړي او د اوکراین خلکو ته دغه پیغام ورکړي چې دوې یې یوازې نه دي پریښودلي خو داسې ډیرې ځانګړتیاوې شته چې ښيي د اوکراین له خلکو د اروپايي هیوادونو د تود هرکلی ستر دلیل مذهبي او قومي دی او که چیرې د اوکراین خلکو له اروپايي هیوادونو پرته بل دین او مذهب یا نژاد لرلی نو له دوې سره به بل ډول چلند کیده ، هماغه ډول چې د یوګوسلاویه د ویشل کیدا په هکله د بوسنیا هرزیګوینا له مسلمانانو سره وشو .
البته هر هغه مرسته او کمک چې د کډوالو په تیره بیا د جنګي پناه غواړو د کړاو او د درد د کمیدا لپاره ترسره شي زیات ارزښت لري او له دې نظره د اوکراین له کډوالو سره د اروپايي او د لویدیځو هیوادونو مرسته د ستاینې وړ ده خو کله چې د توپیر مسله رامینځته کیږي نو دغه چاره ستونزمنه او پوښتنه رامینځته کونکي کیږي .
که چیرې له دغه نظره موضوع ته کتنه وشي نو معلومیږي چې له توپیر څخه د ډکو چلندونو اړخونه په کراتو له کډوالو د هرکلی له کمیت او کیفیت څخه ډیر پراخ دي .
د بیلګې په توګه په داسې حال کښې چې همدا اوس د اوکراین د جنګ کابو دوه(۲) میاشتې تیریږي خو د هغو خبرونو او د راپورونو اندازه چې په دې موده کښې په لویدیځو هیوادونو کښې د اوکراین د جنګ په هکله تولید شوي او خپاره شوي دي له هغو خبرونو او راپورونو چې په اتو(۸) کلونو کښې د یمن د جنګ په هکله تولید شوي او خپاره شوي سلګونو یا زرګونو برابره ده .
په همدې علت هغه سزاګانې چې په دغه لنډه موده کښې د روسیې پرضد تصویب او اجرا شوې په مراتبو د هغو اقداماتو او غبرګونو زرګونو برابره زیات دي چې د اسرائیلو پرضد د فلسطین د نیواک په څه د پاسه اویا (۷۰)کلونو کښې ترسره شول چې هیڅ یو(۱) یې نتیجې ته ونه رسید او دغه چاره ښودنه کوي چې ګویا د لویدیځو هیوادونو په سیاسي ادبیاتو کښې ځینې تیریګر هیوادونه ښه او ځینې بیا بد دي .
د همدغو دوه ګوڼو کړچارونو یوه (۱) نتیجه دا ده چې فضا د توپیر کونکو ، تیریګرو او د فرصت طلبو لپاره پرانیزي او که چیرې همدغو حکومتونو په تیر وخت کښې د سلطه غواړو او د تیریګرو حکومتونو په مقابل کښې زیاته سختۍ کولای بې شکه د ورپسې تیریو مخه نیول کیدلای شوه او دنیا به د سولې او د ثبات په لور تلله او که چیرې نن سبا په دنیا باندې بې ثباتۍ او ګډوډۍ واکمنه شوي ده او د دریم(۳) نړیوال جنګ خبره کیږي یو(۱) ستر دلیل یې هغه دوه ګوڼه معیارونه دي چې په تیرو وختونو کښې د دنیا د بیلابیلو مساییلو په هکله د لویدیځو حکومتونو لخوا ترسره شوي دي .