د پناه غواړو د حقوقو خلاف ورزۍ او د اروپا د ساحلي ګارډ د مدیر استعفا :-
په داسې حال کښې چې د اوکراین د جنګ او د لویدیځې اسیا د هیوادونو د کړکیچ دوام اروپا ته د لویدیځې اسیا سیمې د ډیرو خلکو د مهاجرت سبب شوي دي ،له پناه غواړو سره له توپیر څخه ډک او غیر انساني کړچارونه او د اروپا د ساحلي ګارډ او د سرحد ساتنې د ادارې د ناوړه کړچار په هکله د راپور خپریدل د ساحلي ګارډ د مدیر د استعفا ورکولو سبب شوی .
د اروپا د ساحلي ګارډ او د سرحد ساتنې د ادارې چې په فرونتکس مشهوره ده د مدیر «فابریس لګري» استعفا په دغه ادارې کښې د ناوړه کړچار په هکله د اروپايي اتحادیې د درغلۍ ضد د څارونکي د اوږدې مودې د تحقیقاتو د لومړیو اطلاعاتو له خپریدا وروسته ترسره شوي ده .
د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه په وروستیو کلونو او په لویدیځې اسیا هیوادونو کښې د کړکیچ له رامینځته کیدا او سختیدا او په ډیرو افریقايي هیوادونو کښې د سیاسي او د اقتصادي مشکلاتو له ډیریدا او د ساحل په هیوادونو کښې د ترهګرو فعالیتونو له زیاتیدا وورسته د پناه غواړو له څپې سره مخ شوي دي .
پناه غواړي د امنیت او د کار د موندلو په هیله د اروپايي هیوادونو سرحدونو ته ورځي خو د انسانانو د حقوقو د مساوات او د بشري حقوقو اصولو ته د پاې بندۍ په هکله د اروپايي هیوادونو د ټولو شعارونو په اپوټه له تړل شویو سرحدونو او د سرحد ساتونکو له غیر انساني کړچارونو سره مخامخ کیږي .
هغه هغه پناه غواړي چې د اروپا له سرحدونو په تیریدا بریالي کیږي اکثره یې په هغو کیمپونو کښې ساتل کیږي چې تر ټولو بد انساني شرایط پکښې واکمن دي .
دغه شرایط په تیرو دوو (۲)کلونو او د کورونا ویروس په خپریدا او د هغه په سیاسي او اقتصادي اغیزونو سره لا پسې سخت شوي دي .
ځینو اروپايي هیوادونو نه یوازې نوي پناه غواړي منلي نه دي بلکې د پناه غواړو د ایستلو فیصله یې هم کړي ده .
په دې ډول چې د بشري حقوقو ځینو موسسو د اروپايي اتحادیې په سرحدونو کښې په پناه غواړو د دباونو د راوستلو خبر ورکړی دی او ورپسې شرایطو ته له پام کولو پرته پناه غواړي له دغو هیوادونو ایستل کیږي .
په دې لړ کښې د فرونتکس یو تر ټولو مهم تور هم د اروپايي اتحادیې له سرحدونو څخه د غیر قانوني کډوالو په بیرته ستنولو کښې د دغه ادارې رول دی .
دغه راز د خپاره شوي راپور پراساس د فرونتکس د ګزمې کشتیانې د اروپايي اتحادیې له سرحدونو د پناه غواړو د بیرته شړلو او ستنولو لپاره په هڅې او دغه راز له پناه غواړو سره په ناوړه چلند کولو ، ځورولو او ازارولو تورنې شوي دي .
د ملګروملتونو د کډوالو د چارو کمشنر فیلیپو ګرانډي د اروپا په سرحدونو کښې د مهاجرینو او د پناه غواړو پرضد د تاوتریخوالو د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل په خطر کښې په ټولو سرحدونو کښې د پناه غواړو بیرته شړل او د بشري حقوقو خلاف ورزۍ په عادي کیدا ده .
د ملګروملتونو د نوي راپور پراساس په تیر میلادي کال کښې څه د پاسه درې زره(۳۰۰۰) پناه غواړي چې هڅه یې کوله د سمندر له لارې اروپا ته لاړ شي وژل شوي یا ورک شوي دي چې دغه شمیره د دوه زره شلم (۲۰۲۰) میلادي کال د وژل شویو کسانو دوه (۲)برابره ده .
په ایټالیا کښې د مهاجرت او د بشري حقوقو نامتو کارپيژاند «فولیګو پالئولوګو »وايي په سمندر کښې د خلکو وژل کیدا په تیره بیا د کورونا ویروس له پیلیدا راهسې نیغ په نیغه او په غیر مستقیم ډول د اروپا د ټولو سرحدونو د تړلو په کړچار سره زیاته شوي ده .
دا په داسې حال کښې دي چې فرونتکس د پناه غواړو د ژوند د ساتلو ذمه واري پرغاړه لري خو هغه څه چې نن سبا ښکاره شوي دي نه یوازې د دغه ادارې سستوالي ښيي بلکې فرونتکس په خپله د پناه غواړو په ځورولو او اروپا ته د پناه غواړو په رسیدا کښې د خنډ په رامینځته کولو کښې رول لرلی دی .
که څه هم د اروپا د ساحلي ګارډ او د سرحد ساتنې په ادارې کښې د ناوړه سلوک په هکله د راپور خپریدا د ساحلي ګارډ د مدیر د استعفا سبب شوی دی ، خو اوس هم په دغه ناوړه سلوک کښې د ډیرو حکومتي چارواکو نومونه لیدل کیږي .
په حقیقت کښې دغه ادارې نه یوازې خپله دنده نه ده ترسره کړي بلکې د ویرې او ډار په رامینځته کولو او حتی د پناه غواړو په بیرته ستنولو کښې چې د کډوالو د مړ کیدا سبب شوي دي ګام پورته کړی دی .
په دې هکله تحقیقات دوام لري او داسې ښکاري چې د اروپايي هیوادونو له ټولو شعارونو سره سره د پناه غواړو پرضد ډیر جنایتونه شوي دي او دغه جنایتونه اوس هم دوام لري .