روسیې د اوکراین په ماریوپل کښې اوربند اعلان کړی
(last modified Tue, 03 May 2022 08:34:12 GMT )
May 03, 2022 13:04 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین په ماریوپل کښې اوربند اعلان کړی

ایرنا خبري اژانس وايي رشیا ټوډې ټيلي ويژن وویل روسیې د اوکراین د پاتې ملکي وګړو د وتلو لپاره په ماریوپل بندري ښار کښې یواړخیزه اوربند اعلان کړ .

د روسیې پوځ د ملګروملتونو او د نړیوال سره صلیب په هڅې سره د اوکراین په ماریوپل ښار کښې له ازوفستال صنعتي مرکز څخه د ملکي وګړو د وتلو لپاره یواړخیزه اوربند اعلان کړی دی .

دا په داسې حال کښې دي چې د اپریل په اوویشتمه(۲۷) نیټه ملګرو ملتونو ویلي وو چې روسیې د سره صلیب په مشارکت سره د اوکراین د ماریوپل له ازوفستال کارخانې څخه د ملکي وګړو له وتلو سره موافقت کړی دی .

له دې مخکې روسیې ویلي وو چې د ملکي وګړو د وتلو شرط په ځمکه د وسلو کیښودل او وسله والو ځواکونو ته تسلیمیدل دي .

د اوکراین جنګ اوه شپیتمې (۶۷) ورځې ته ورداخل شوی دی .

امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې د اوکراین جنګ پراخ او زیات شي چې د روسیې اقتصادي تباه شي او ماسکو د اوکراین په جنګ کښې ماتي وخوري .

امریکا ، بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو تراوسه له اوکراین له  میلیارډونو ډالره نغدې او وسله والې مرستې کړي دي او څه د پاسه پنځوسو(۵۰) هیوادونو ترهګر یې هم د اوکراین جنګ ته استولي دي چې د روسیې د پوځيانو پرضد وجنګیږي .

 

ټیګونه