د ویانا د خبرو اترو د بندون د ختمیدا هڅه کوو
فارس خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل ادعا وکړه بروکسل د اټومي تړون د ژغورلو لپاره خپله اخري هڅه ترسره کوي .
هغه د خپلو څرګندونو په دوام کښې ادعا وکړه چې د تهران د غوښتنې په لاره کښې د موجوده بندون د ختمولو یعني د ترهګرۍ له ادعا وړ فهرست څخه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د نوم د ایستلو لپاره د یوې(۱) مینځ لارې د پیدا کولو کوشش کوي .
جوزپ بورل د خبرو اترو د اوسني حالت په هکله ګله وکړه او ادعا یې وکړه چې تر ابده پورې د اوسني حالت د دوام امکان نشته .
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول جوزپ بورل دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوي دي چې مخکې د امریکا «وال سټریټ جورنال »ورځپاڼې د لویدیځو ډیپلوماټانو په قول ولیکل د اروپايي هیوادونو چارواکي له ایران سره د اټومي موافقې د ژغورلو لپاره د یوه (۱)نوي دباو د اعمالولو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دي او د هغوې وړاندیز په خبرو کښې له اوسني بندون څخه د وتلو لپاره د هڅې په لړ کښې تهران ته د اروپايي اتحادیې د لورړتبه مرکچي انریکه مورا استول دي .