اوکراین تر راتلونکو دوو کلونو پورې د نړۍ له نقشې ختمیږي
(last modified Thu, 16 Jun 2022 00:53:46 GMT )
Jun 16, 2022 05:23 Asia/Kabul
  • اوکراین تر راتلونکو دوو کلونو پورې د نړۍ له نقشې ختمیږي

تاس خبري اژانس وايي د روسیې د ملي امنیت د شورا نائب رئیس وویل ممکن دی چې اوکراین تر راتلونکو دوو کلونو پورې د ځمکې له نقشې پاک شي او امریکا حتی دغه موضوع ته اهمیت نه ورکوي.

هغه پرون په یوه ټیلیګرامي پیغام کښې یادونه وکړه اوکراین نیت لري چې له خارجي هیوادونو طبیعي مایع ګاز  واخلي او پیسې یې په راتلونکو دوو کلونو کښې ورکړي ګڼي په راتلونکي ژمي کښې به اوکراین منجمد شي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا نائب رئیس دمیتري مدودف وویل پوښتنه دا ده څوک وايي چې اوکراین به تر راتلونکو دوو کلونو پورې وجود ولري.

هغه دې ته په اشارې سره چې امریکا نور دغه موضوع ته اهمیت نه ورکوي ټینګار وکړ امریکا دومره د روسیې ضد په پروژې پانګونه کړي ده چې نور مسائیل ورته معنا نلري.

مدودف ډاګینه کړه د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو د لګولو هدف د ماسکو د اقتصاد له مینځه وړل دي خو له ټولو زیات به امریکا او اروپايي هیوادونه له دغه حالته تاوان وویني.

د روسیې د ملي امنیت د شورا نائب رئیس دمیتري مدودف اټکل وکړ چې حالات نور هم پسې خراب شي ځکه چې داسې نه ښکاري چې لویدیځ هیوادونه د روسیې پرضد دخپل د بایکاټ جنګ بندولو ته ګروهنه ولري.

 

ټیګونه