د دنیا انفلاسیون د امریکا د مرکزي بانک په وجه دی
زمونږ خبریال وايي فایننشال ټایمز ورځپاڼې د امریکا د مرکزي بانک اقدامات د نړۍ د انفلاسیون د اوسنیو شرایطو په رامینځته کولو کښې ګرم وبلل او ویې لیکل اوس وخت دی چې د امریکا مرکزي بانک د نړۍ د اقتصادي حالت په هکله خپل غلط اټکلونه اصلاح کړي.
فینناشل ټایمز ورځپاڼې د امریکا د مصري توکمه اقتصاد پوه محمد العریان په قلم یوې مقالې کښې د نړۍ د مالي کړکیچ په هکله ولیکل : د نړۍ مرکزي بانکونه او بازارونه د ویښیدا په حال کښې دي او ټولو ته معلومه ده چې له سختو مالي شرایطو سره مخامخ یوو.
دغه ورځپاڼې د انفلاسیون د زر تیریدا په هکله د امریکا د مرکزي بانک ناسم اټکل د اوسني حالت یو اصلي دلیل وباله او زیاته یې کړه د امریکا مرکزي باانک د خپل اعتبار د بیا لاس ته د راوړلو لپاره باید د اروپا د مرکزي بانک په شان خپله غلطۍ ومني او خپل اټکلونه دې اصلاح کړي.
د امریکا مصري توکمه اقتصاد پوه العریان په پاې کښې له تیر وخت څخه د درس اخیستلو غوښتنه وکړه او د نړۍ د مرکزي بانکونو له سیاست جوړونکو څخه یې وغوښتل چې سمدستي د انساني ټولنې کمزورو برخو ته د ډیر تاوان د رسیدا مخه ونیسي.