لویدیځ هیوادونه د خلکو د سرچینو په غلا کولو سره بروالي ته رسیدلي
(last modified Thu, 21 Jul 2022 00:43:08 GMT )
Jul 21, 2022 05:13 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د خلکو د سرچینو په غلا کولو سره بروالي ته رسیدلي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لویدیځو هیوادونو تور ولګاوه چې د نورو هیوادونو د سرچینو په چورتالان کولو سره برترۍ ته رسیدلي او دوې د پراختیا لپاره بیلګه نلري.

هغه پرون اوسنی یوه قطبي دنیا د نړیوالې پراختیا په لاره  کښې خنډ وباله او ټینګار یې وکړ د پراختیا اوسنۍ بیلګه هغو هیوادونو وړاندې کړي ده چې خپل بره مقام یې د نورو هیوادونو د سرچینو د چورتالان کولو له لارې ترلاسه کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل لویدیځ خپله نړیواله برترۍ تر زیات حده د ځمکې د کرې د نورو خلکو د تاریخي چورتالان په وجه ترلاسه کړي دي او دوې نورو ته د وړاندې کولو لپاره د پراختیا هیڅ بیلګه نلري.

د روسیې ولسمشر پوتین مخکې هم ویلي وو چې د یوې قطبي نړۍ پړاو پاې ته رسیدلی دی او هغه ویلي وو اروپايي اتحادیې خپله سیاسي واکمنۍ له لاسه ورکړي ده او د دوې مشران د نورو په سندرو سره ناڅا کوي او خپلو خلکو ته تاوان رسوي.

 

ټیګونه