شانګهايي ملګرتیا موسسه باید له افغانستان سره تعامل ولري
(last modified Sun, 31 Jul 2022 08:33:35 GMT )
Jul 31, 2022 13:03 Asia/Kabul
  • شانګهايي ملګرتیا موسسه باید له افغانستان سره تعامل ولري

تسنیم خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د شانګهايي له ملګرتیا موسسې وغوښتل چې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د هڅولو لپاره له دغه حکومت سره تعامل او خبرې اترې وکړي.

وانګ یي وویل افغانستان حاضردمه له حساس پړاو څخه یعنې له ګډوډۍ څخه نظم ته رسیدلی او کلي حالت پایداره دی خو دغه هیواد له زیاتو چیلنجونو سره مخامخ دی چې باید ورسره مرسته وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د خلکو د اقتصادي حالت او د اقتصاد له ښه کیدا سره د مرستې ، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د هڅې او د ټولو ترهګرو ځواکونو د له مینځه وړلو لپاره د طالبانو د حکومت د هڅولو او د افغانستان په هکله د سیمې د هیوادونو د ډیرې اجماع د زیاتولو لپاره د څو اړخیزه غږملتیاو غوښتنه وکړه.

وانګ وویل چین به د شانګهايي د ملګرتیا موسسې له نورو غړیو سره ملګرتیا وکړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي چې خلک له اوسنیو مشکلاتو ووځي .

په تیر میلادي کال کښې واک ته د طالبانو له رسیدا راهسې دغه ډلې هڅه کړي ده چې حکومت یې د نړیوالې ټولنې او د بیلابیلو هیوادونو لخوا په رسمیت وپيژندل شي خو تراوسه هیڅ هیواد او یا نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

 

ټیګونه