حمید نوري:
د ژباړونکي د نشتوالي په وجه مې د سویډن د محکمې حکم نه دی لوستی
د سویډن محکمې د تیرې جولایي میاشتې په څوارلسمه نیټه د منافقینو د ترهګرۍ ډلګۍ د تورونو په بنیاد حمید نوري ته د عمر قید سزا اورولې ده
ایراني ښاریز حمید نوري په دې خبرې سره چې د سویډن چارواکو د محکمې د حکم متن د دغه هیواد په ژبه ده ته ورکړی دی، وویل چې د مترجم د نه لرلو په وجه یې تراوسه نه دی لوستلی
د حمید نوري په نامه ایراني ښاریز د ۲۰۱۹ کال د نومبر په نهمه نیټه د خپلې لور د کورنیو اختلافاتو د هواي په موخه سویډن ته له رسیدو سره سم د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ونیوه او اوس کابو ۳۲ میاشتې کیږي چې په جیل کښې بندیوان دی.
هغه د سویډن د څارنوالۍ له خوا په ایران کښې په ۳۴ کاله مخکښې پورې اړوندو ادعايي پيښو کښې په لاس لرلو تورن شوی او د دغې دوسیې شکایت کونکي زیاتره د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ غړي دي.
د سویډن محکمې د تیرې جولایي میاشتې په څوارلسمه نیټه د منافقینو د ترهګرۍ ډلګۍ د تورونو په بنیاد حمید نوري ته د عمر قید سزا اورولې ده.
خو هغه د کنسولي تماس په فرصت کښې وویل چې د محکمې د راې له صادریدو د ۱۹ ورځو له تیریدو وروسته یې تراوسه د ځان خلاف د عمر قید د سزا د حکم متن نه دی لوستل شوی او دا په داسې حال کښې دي چې هغه ټولټال ۲۱ ورځې فرصت لري چې په دغې صادرې شوې رایې او فیصلې باندې اعتراض وکړي.