په فرانسې کښې په حجاب باندې د بندیز غندنه
ملګرو ملتو په فرانسې کښې د ستر او حجاب منع کیدل وغندل
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو کمیټې په یوې خبرپاڼې کښې په فرانسې کښې په ستر او حجاب باندې د بندیز په غندلو سره وویل چې دغه هیواد په ښوونځیو او عمومي ځایونو کښې د ښځو او جینکو په پردې باندې د بندیز په وجه د بشري حقوقو د نړیوالې معاهدې خلاف ورزي کړې ده.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو کمیټې په دغې بیانیې کښې د فرانسې حکومت ته په خطاب کښې ټینګار وکړ چې پکار دي د بشري حقوقو په تیرا بیا د مذهبي اقلیتونو په تیره بیا مسلمانانو پورې د اړوندو مسائلو په برخه کښې کار وشي.
فرانسې په ۲۰۱۱ کال کښې د یو قانون په تصویبولو سره حجاب او پرده ممنوع کړې وه او ورپسې د ډنمارک، آسټریا، هالینډ او بلغاریا په شان یوشمیر نورو اروپايي هیوادونو هم ورته قوانین تصویب کړل.
سره له دې چې فرانسه په اروپا کښې ترټولو زیات مسلمان لرونکی هیواد دی خو د هغوي خلاف یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.