امریکا په سوریې کښې دریمه پوځي اډه هم جوړه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120592-امریکا_په_سوریې_کښې_دریمه_پوځي_اډه_هم_جوړه_کړه
العربي الجدید اینټرنیټ پانې راپور ورکړ د امریکا د ائتلاف ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کښې د الحسکه په شمال کښې د القامشلي ښار په خوا کښې یوه نوي پوځي اډه جوړه کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2022 01:01 Asia/Kabul
  • امریکا په سوریې کښې دریمه پوځي اډه هم جوړه کړه

العربي الجدید اینټرنیټ پانې راپور ورکړ د امریکا د ائتلاف ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کښې د الحسکه په شمال کښې د القامشلي ښار په خوا کښې یوه نوي پوځي اډه جوړه کړه.

د امریکا پوځیانو پرون د القامشلي د جنوب لویدیځ په درې کلومیټرۍ کښې په نقاره کلي کښې یوه پوځي اډه جوړه کړه او دا په دغه سیمه  کښې دریمه اډه ده او بله اډه هم د القامشلي په شمال لویدیځ کښې په هیمو کلي کښې ده او بله یوه د القامشلي هوايي ډګر ته نږدې په تل فارس کلي کښې جوړه کړې شوي ده.

د امریکا د نوي اډې اهمیت په دې کښې دی چې د روسیې تر کنټرول لاندې القامشلي هوايي ډګر ته نږدې جوړه شوي ده  او هغه د سوریې په شمال ختیځ کښې د نړیوال ائتلاف د ځواکونو اصلي اډه ګڼل کیږي.

په سوریې کښې د امریکا د دغه نوي اډې جوړول د عراق له کردستان سیمې څخه د مهماتو او د تجهیزاتو له انتقالولو سره په یووخت و او په تیرې جمعې ورځې هم نور پوځي تجهیزات دغه سیمې ته استول شوي وو.

د امریکا نیواکګر پوځیان د سوریې په شمال او ختیځ کښې دیره دي او د حقل العمر او التنف دوې(۲) اډې د واشنګټن د پوځیانو تر ټولو سترې اډې دي.

امریکا د سوریې په ختیځ کښې د خپلو ځواکونو په غیر قانوني شتون سره نه یوازې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي بلکې د سوریې په بایکاټ کولو سره اراده لري د دغه هیواد له مشکلاتو سره مخ کړي چې د سوریې د بیارغونې لپاره د دمشق او د هغه د متحدانو د ملګرتیا مخه ونیسي.