چین له طالبانو سره د نړیوال تعامل غوښتنه وکړه
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د چین د دائمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ وویل
نړیواله ټولنه باید په عملي ډول له طالبانو سره تعامل وکړي او د افغانستان له حکومت سره د متعادل او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره مرسته وکړي.
هغه د ملګروملتونو په غونډه کښې له طالبانو سره د نړۍ په تعامل باندې ټینګار سره وویل له بایکاټ څخه د افغانستان په حکومت باندې د دباو لپاره د یوه اوزار په توګه استفاده ونشي او دغه کار غیر رغنده دی.
د چین دغه ډیپلوماټ وویل د تیرو شلو کلونو بدلونونو وښودله چې په افغانستان کښې پوځي لاسوهنې نتیجه نه ده ورکړي او د هیواد برخلیک باید د افغانستان د خلکو په لاس وټاکل شي.
هغه په دې خبرې سره چې د اقتصادي ثبات او د انساني کړکیچ د ختمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وشي وویل بشردوستانه موضوعګانې باید سیاسي نشي او دغه مرستې په افغانستان کښې د بهیر له راتلونکي سره اړونده کړې شي.
د چین دغه چارواکي ټینګار وکړ د افغانستان طالبان هم باید په افغانستان کښې د ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې کولو په هکله په خپل قول باندې عمل وکړي.
د پراخ بنسټه حکومت جوړول، د ښاریزو د حقوقو رعایتول او په تیره بیا د ښځو او د انجلیو له زده کړې سره موافقت د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمه غوښتنه ده.