د بریتانیا لومړۍ وزیره په خلکو کښې محبوبیت نلري
بلومبرګ ټیلي ويژن راپور ورکړ د یوې نظر سنجې د پایلو پراساس د بریتانیا لومړۍ وزیره لیز ټراس د خپل فعالیت د یوازې یوې میاشتې په تیریدا سره په دغه هیواد کښې په تیرو لومړیو وزیرانو کښې تر ټولو کم محبوبیت لري.
د یوې نظر سنجې د پایلو پراساس چې د اپینیوم(0pinium) تحقیقاتي شرکت تیره اونۍ خپرې کړې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې لیز ټراس د محبوبیت اندازه لس فیصده کمه شوه او له اوه څلویښتو فیصدو څخه کمه شوه داسې اندازه چې د پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د پارټي ګیټ له رسوایۍ او حتی له هغه څخه مخکې هم نوره ټیټه ده.
د دغه نظر سنجې د پایلو پراساس د انګلستان نیمايي رایې ورکونکي باوري دي چې لومړۍ وزیره لیز ټراس باید استعفا ورکړي.
د ویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې په بیرمنګام کښې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې لیز ټراس د ګوند بې نظمه او ګډوډ کانفرنس سبب شو چې رایې ورکونکي لیز ټراس او د هغې د حکومت په هکله منفي نظر ولري.
د بریتانیا د خزانې وزیر د محبوبیت اندازه چې له بودجې پرته د مالیاتو د کمولو په هکله د هغه پلان نوی سبب شو د سټرلینګ پونډ ارزښت کم شي او د دغه هیواد بازار او تجارت د دړې وړې کیدا سر حده ورسیږي.