په اروپا کې د اسلام په ضد د غلیمانه اقداماتو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122324-په_اروپا_کې_د_اسلام_په_ضد_د_غلیمانه_اقداماتو_دوام
په جرمني کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ښمنانو د یوه جومات مخي ته په غونډېدلو سره، د اذان د خپرېدو په ضد مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2022 11:37 Asia/Kabul
  • په اروپا کې د اسلام په ضد د غلیمانه اقداماتو دوام

په جرمني کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ښمنانو د یوه جومات مخي ته په غونډېدلو سره، د اذان د خپرېدو په ضد مظاهرې وکړې.

په وروستیو کلونو کې په اروپا کې د اسلام ضد غلیمانه اقدامات د اروپایي هیوادونو په ملاتړ زیات شوي او په مختلفو پلمو سره، مسلمانان ځورول کیږي.

د جرمني په کلن سیمه کې په یو جومات کې د اذان د خپرېدو په غبرګون کې، د جومات مخي ته د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر مخالفینو، اعتراضي غونډه وکړل.

د کلن د سیمې جامع جومات د دې ښار له ښاروالی سره په موافقه کې، د لومړي ځل لپاره د اذان د خپرولو جواز تر لاسه کړ.

دا اقدام چي په اروپا کې د میشتو مسلمانانو په موافقه شوې، د ایران د اسلامی جمهوریت او د اسلام د دښمنانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر مخالفې ښځې او د اسلام ضد عناصرو د جومات مخې ته د ځآن په نیمه لغړولو سره، د اسلام او د اسلامي جمهوریت له نظام سره د مقابلې شعارونه ورکړ او د ښځې نیمه لڅ بدنونه یې د اسلام او د ایران د اسلامي نظام سره د مقابلې لپاره، مهمې وسلې وبللې.