د امریکا د الوتکو دیره کول سولې ته تاوان رسوي
فارس خبري اژانس وايي چین په اسټرالیا کښې د امریکا د بم اچونکو الوتکو دیره کیدل د ساړه جنګ د دوام او سولې ته د تاوان د رسیدا په لړ کښې یو اقدام وباله.
امریکا د اسټرالیا په شمال کښې د شپږو (۶) بي دوه پنځوس بم غورځونکو الوتکو چې اټومي وسلې هم لیږدولی شي د دیره کیدا فیصله کړي ده او ویل کیږي چې د اسټرالیا د ډاروین ښار په جنوب کښې په ټینډال سیمه کښې د سلطنتي هوايي ځواک په اډې کښې د امریکا د دغو بم غورځونکو الوتکو د دیره کیدا لپاره اختصاصي تاسیساست د چمتوکیدا په حال کښې دي.
د چین د خارجه وزارت ویاند ژائو لیجیان پرون په اسټرالیا کښې د امریکا د بم غورځونکو بي دوه پنځوس ډوله الوتکو دیره کیدا ته په غبرګون کښې وویل د هیوادونو ترمینځ دفاعي او امنیتي ملګرتیاوې باید په کوم دریمګړي لوري برید ونکړي.
لیجیان زیاته کړه د امریکا کړچارونو سیمه ییز تاوتریخوالي زیات کړي دي او د سیمې ثبات او سوله یې په جدي ډول کمزوري کړي ده او ممکمنه ده چې په سیمه کښې د وسلو د سیالۍ سبب شي.
د چین دغه چارواکي په امریکا غږ وکړ چې د ساړه جنګ د دوام پرځاې د سیمې له سولې او ثبات سره د مرستې کولو او د هیوادونو ترمینځ د متقابل اعتماد د زیاتولو هڅه وکړي.
په اسټرالیا کښې د امریکا سفیر کارولین کینیډي د اسټرالیا په شمال کښې د امریکا د بم غورځونکو الوتکو د دیره په توجیه کښې ادعا وکړه چې د هند اوقیانوسیې سیمه له زیاتو تاوتریخوالو سره مخامخ ده او امریکا له خپلو شرکاو او متحدانو سره په دغه سیمه کښې د امنیت د ټینګولو لپاره ملګرتیا کوي.