لویدیځ د تاریخ په بدلولو سره د روسیې نابودول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123142-لویدیځ_د_تاریخ_په_بدلولو_سره_د_روسیې_نابودول_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي اتحاد له ویشل کیدا وروسته د لویدیخ د نفوذ په ساحې باندې د اوکراین بدلیدا ته په اشارې سره وویل: لویدیځ هیوادونه له دروغو د ډکو ارزښتونو په تپلو او د تاریخ په تحریفولو سره زمونږ د نابودولو هڅه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • لویدیځ د تاریخ په بدلولو سره د روسیې نابودول غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي اتحاد له ویشل کیدا وروسته د لویدیخ د نفوذ په ساحې باندې د اوکراین بدلیدا ته په اشارې سره وویل: لویدیځ هیوادونه له دروغو د ډکو ارزښتونو په تپلو او د تاریخ په تحریفولو سره زمونږ د نابودولو هڅه کوي.

هغه وویل د لویدیځو هیوادونو لخوا د اوکراین په خلکو باندې له دروغو د ډکو ارزښتونو تپل له روسیې څخه د اوکراین د خلکو د نفرت کولو او له خپل حقیقي تاریخ څخه د هغوې د محرومیدا سبب شو.

د روسیې ولسمشر پوتین وویل اوکراین د پخواني شوروي له دړې وړې کیدا وروسته د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې د لویدیځو هیوادونو د لاسوهنې ځاې شو او هغوې د روسیې لپاره هم ورته پروګرام درلود خو بریالي نشول.

هغه وویل لویدیځ هیوادونه د روسیې د تاریخ په تحریفولو سره د روسیې د خلکو د جرړو د ایستلو کوشش کوي خو دغه هڅې په ماتي محکومې دي.