په لندن کې د اسلامی انقلاب ددښمنانو په ضدغونډه وشوه  
(last modified Mon, 21 Nov 2022 02:02:31 GMT )
Nov 21, 2022 06:32 Asia/Kabul
  • په لندن کې د اسلامی انقلاب ددښمنانو په ضدغونډه وشوه  

 دوي په داسې حال کې چې د یاحسین،په نامې سره ئې بیرغونه  اوچت کړي،دهیهات منا الذله شعارونه ئې ورکول او دینی مقدساتو سپکاوي ئې د نه زغملو وړ وګڼل.

په انګلستان کې  دمختلفو قومیَتونو  هستوګنو  مسلمانانو مختلفو پرګنو پرون د انګلستان د اسلامی مرکز په ضد په ترسره شوو حملو باندې په اعتراض او دغه راز په بهر کې د  اسلامی انقلاب ضده  عناصرو له خوا د اسلامی ارزښتونو او آرمانونو   دسپکاویو په ضد  لاریون وکړ.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، په دغه لاریون کې ګډون کونکو  چې زیاتره  ایراني ،پاکستاني او عرب مسلمان ځوانان وو،په یوه خودجوشه اقدام کې د لندن  په میډاؤل سیمې کې د  بریتانیا د اسلامی مرکز ودانۍ په وړاندې   غونډ شول او د لبیک یا حسین په        شعار ورکولو سره ئې د اسلامی انقلاب د دښمنانو او بلوه ګرو په چلند او کړنو سخته کرکه ا و نفرت نندارې ته وړانډې کړ.

 دوي په داسې حال کې چې د یاحسین،په نامې سره ئې بیرغونه  اوچت کړي،دهیهات منا الذله شعارونه ئې ورکول او دینی مقدساتو سپکاوي ئې د نه زغملو وړ وګڼل.

د بریتانیا  اسلامی مرکز چې  د انګلستان   دمسلمانانولپاره دیني او کلتوري خدمات وړاندې کوي، په وروستیو څو اونیو کې د اسلامی انقلاب ضده عناصرو له حملو سره مخ دی.

د اسلامی انقلاب دښمنانو په تیره بیا په تیرو دوو ورځو کې  ئې په دغې ودانۍ حملې زیاتې کړي او یو لړ تاوانونه ئې وراړولي دي.

 

ټیګونه