امریکا نور اکراین ته د وسلو د لېږدولو توان نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124032-امریکا_نور_اکراین_ته_د_وسلو_د_لېږدولو_توان_نه_لري
امریکایي چارواکو اعلان وکړ چي نور اکراین ته د وسلو د لېږدولو لپاره په کافې اندازه وسلې نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 10:01 Asia/Kabul
  • امریکا نور اکراین ته د وسلو د لېږدولو توان نه لري

امریکایي چارواکو اعلان وکړ چي نور اکراین ته د وسلو د لېږدولو لپاره په کافې اندازه وسلې نه لري.

د فبرورۍ د میاشتې را په دې خوا په اکراین باندې د روسیې له بریده وروسته، امریکې او نورو لوېدیځو هیوادونو په میلیاردونو ډالر وسلې اکراین ته لېږدولي او د دې بهیر د جاري ساتلو ژمنه کړې ده.

د بلې خوا روسیې په ځلونو اکراین ته د لوېدیځو له لورې د وسلو د لېږدولو غندنه کړې او ویلي چي دا کار یوازې د جنګ د اوږدېدو او مذاکراتو ته د هیلې د ختمېدو سبب ګرځي.

د امریکې د کنګرس استازی مایک کویګلي اعلان وکړ: مونږ داسي فکر کاوه چي د روسیې او اکراین جنګ له درو ورځو زیات دوام نه کوي، لیکن اوس دا دې نهه میاشتې تیري شوي لاهم جګړه روانه ده او ممکنه ده کلونه کلونه دوام وموندي، د اکراین د ضرورت وړ د وسلو د پوره کولو لپاره له ستونزو او د وسلو له جدي کمښت سره مخامخ شوي یو.

د سي ان ان خبري چېنل هم په یو راپور کې د اکراین له لورې د غوښتل شویو وسلو لیسټ خپور شو، او فوځې کارپوهانو یاد لیست ته په کتو سره، په دې باور دي چي نور امریکا د اکراین د وسله ایز ملاتړ توان نه لري.

خو په عین حال کې د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید آسټین وایي چي اکراین ته وسلو ورکړه د امریکې د امنیت په لاره کې یو ډول پانګونه بلل کیږي، هغه د دې په بیانولو چي امریکا تر دې دمه له ۱۸ میلیارد ډالره زیاتې وسلې اکراین ته ورکړي دي، د اکراین د وسله ایز ملاتړ د دوام خبر ورکړ.

دا په داسي حال کې دی چي د اکراین ولسمشر د اروپا او امریکا څخه د لا زیاتو درنو او پرمختللیو وسلو غوښتنه کرې ده.