اروپا د ضروري دفاع  وړتیاوې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124614-اروپا_د_ضروري_دفاع_وړتیاوې_نه_لري
جوزف بورل  پرون ناوخته  داروپا ددفاعي ادارې له مسئولانو سره په ناستې کې  خبرداری ورکړچې  په اوکراین کې  جنګ داروپائي اتحادئې د وسلو زیرمې خالی کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2022 03:59 Asia/Kabul
  • اروپا د ضروري دفاع  وړتیاوې نه لري

جوزف بورل  پرون ناوخته  داروپا ددفاعي ادارې له مسئولانو سره په ناستې کې  خبرداری ورکړچې  په اوکراین کې  جنګ داروپائي اتحادئې د وسلو زیرمې خالی کړي دي.

 د  اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل  په یولړ څرګندونو کې ووئیل په اوکراین کې جنګ، د ښکیلیدا په بڼه کې په دغې اتحادئې  کې د ضروري دفاعي وړتیاؤ د نه شتون ښودنه کوي.

ایرناخبري آژانس راپور ورکړ، جوزف بورل  پرون ناوخته  داروپا ددفاعي ادارې له مسئولانو سره په ناستې کې  خبرداری ورکړچې  په اوکراین کې  جنګ داروپائي اتحادئې د وسلو زیرمې خالی کړي دي.

د اوکراین دجنګ  د درستو پراخو سیاسی،پوځي،اقتصادي،اجتماعي او حتی له کلتوري  اړخونو سره سره څه دپاسه  نهه میاشتې تیریږی او  اوکراین ته د لویدیځي هیوادونو د وسلو پراخ لیږد هماغه راز دوام لري.

اروپائي هیوادونه په تیره بیا امریکا د روسیې فیډریشن په ضد د بندیزونو د دباؤپه زیاتولو  او کی ایف ته  دهرډول سپکو او درندو وسلو  په لیږدولو سره ، نه یوازې د اوکراین  جنګ  دختمولو لپاره کوم ګام نه پورته کوي ،بلکې  په دغه هیواد کې د  دجنګ دلمبو د لازیاتولو ته هم لمن وهي.

روسیې په کرتو وئیلي دي،چې اوکراین ته د لویدیځ  دو سلو لیږ یوازې په دغه هیواد کې د شخړې دلااوږدیدا لامل کیږی اونه اټکلیدونکي پائيلې به په ځان پسې ولري.