چین او د دریو ګوڼه جزیرو په هکله ادعا ؛د ایران پرضد د تور لګولو باطل پړاو:-
(last modified Sun, 11 Dec 2022 10:20:11 GMT )
Dec 11, 2022 14:50 Asia/Kabul
  • چین او د دریو ګوڼه جزیرو په هکله ادعا ؛د ایران پرضد د تور لګولو باطل پړاو:-

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام په ضرورت کښې له هیڅ لوري سره تعارف نلري.

حسین امیر عبداللهیان بیګا د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا او د چین ګډې بیانیې او په دغه خبر پاڼه کښې د ایران د دریو جزیرو بوموسی ، کوچني تنب او ستر تنب په هکله مطرح شویو ادعاګانو ته په غبرګون کښې په ټویټر پاڼې کښې ولیکل: په فارس خلیج سیمه کښې د بوموسی د ستر تنب او د کوچني تنب درې ګوڼه جزیرې د ایران د پاکې خاورې نه جلا کیدونکي برخې دي او هغه تر ابد پورې له ایران سره اړه لري.»

د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا او د چین په ګډې بیانیې کښې په څلورو مادو کښې ایران ته اړونده مسائیلو ته اشاره شوي ده چې په یوې مادي یعني دولسمې مادې کښې ویل شوي دي مشران د نړیوالو قوانینو پراساس د دوه اړخیزه خبرو اترو له لارې د ستر تنب ، د کوچني تنب او د بوموسی درې ګوڼه جزیرو د مسلې د حل لپاره سوله ییزو لارو چارو ته د رسیدا لپاره د متحده عربي اماراتو د وړاندیزونو او د نوښتونو په شمول د ټولو سوله ییزو هڅو ملاتړ کوي.

د چین د ولسمشر شي جین پینګ دغه اقدام کولای شي  د فارس خلیج د حوزې په هکله د بیجینګ یو ډول بې مخینې سیاست او دریځ وجاجول شي ځکه چې چین تراوسه په خپلو اعلان شویو سیاستونو کښې د لویدیځې اسیا سیمې په شمول د هیوادونو ترمینځ شخړه رامینځته کونکو موضوعګانو ته له ورګډیدا ډډه کوله؛ په همدې دلیل د فارس خلیج د جنوب د څنډې د هیوادونو د ایران ضد دریځونو سره ښکاره ملګرتیا یو غیر معمول دریځ او البته له ایران څخه د هیوادونو او د خلکو د ماتي خوړلو د سیاست تکرار دی.

عربي رژيمونه معمولا په دا ډول غونډو کښې د ایران په درې ګوڼو جزیرو باندې د متحده عربي اماراتو د مالکیت بحث مطرح کوي او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د تور د لګولو باطل پړاو تکراروي.

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا غړیو او چین په داسې شرایطو کښې دغه بیانیه لاسلیک کړي ده چې د ایران اسلامي جمهوریت تل درې ګوڼه جزیرې د ایران د خاورې نه جلا کیدونکي برخې بللي او د دغو دریو جزیرو په هکله د متحده عربي اماراتو ادعاګانې یې مردودې او د نه خبرو وړ بللي.

دا په داسې حال کښې دي چې معتبر سندونه هم له ایران سره د دغو درې ګوڼو جزیرو تعلق ثابتوي؛د بیلګې په توګه په اتلس سوه یواتیایم میلادي کال کښې د بریتانیا د سمندري ځواک په نقشې، په اتلس سوه درې شپیتم میلادي کال کښې د بریتانیا د سمندري چارو وزارت په نقشې او دغه راز په اتلس سوه شپږ اتیایم میلادي کال کښې د بریتانیا د جنګ د وزارت لخوا د ایران برابره شوي نقشې کښې دغه درې جزیرې د ایران د ځمکې برخې ګڼل بلل شوي دي چې د نړیوالو سندونو ځینې بیلګې شته او په دغو دریو جزیرو باندې د ایران واکمنۍ ښيي.

خو د دې خبرې په توضیح کښې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ولې د ایران پرضد دغه ادعا کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړیو سره ملګرتیا کړي ده شاید له هر شي زیات د بیجینګ اقتصادي انګیزې ښکاره کوي؛ چین د فارس خلیج د جنوب له عربو هیوادونو سره د زیاتې ګټې پراساس اقتصاد محوره کړچارونه تعقیبوي؛له قطر سره د ګازو د تړون لاسلیک کول او دغه راز له عربستان د سټراټيژزیک تفاهم لیک لاسلیک کول  د دغه سیاست یو مصداق ګڼلی شو.

د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند حسن بهشتي پور په دې هکله وايي د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره اړیکې د چین د لوړ الوت د اقتصادي پروګرامونو یوه برخه ده چې له دوه زره دیارلسم میلادي کال څخه یې پیل کړی دی او هماغه راز دوام لري.

 

ټیګونه