د تهران او نړۍ ځينو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم ځينی نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو،هیله ده راسره ملتیاوکړئ.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت د رسمي احصایو په اساس،د جامعې نړیوالې ايټمي موافقې د اوج له کال سره په پرتله کې بهرنیو پانګونو درې برابره وده کړې ده.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یولړڅرګندونو کې ووئيل، د ۱۴۰۲لمریزکال د بودجې لومړیتوب د خلکو د معیشت ښه کول دي.
په داسې حال کې چې دجرمني حکومت په تیرو لسو میاشتو کې د روسیې د ګیسو او تیلو دبندیز یو اصلي ملاتړی هیواد دی،خو ددغه هیواد رسندوئي راپورونه ښئ چې د سخت ژمي په رارسیدا سره د برلین حکومت په خپل یوه ښکاره سیاسی سپکاوي کې د ماسکو په ضد بندیزونو سرغړونه کړې او د بیلجیّم په واسطه ئې له روسیې سره ئې په پټه دګیسو اخستل په ایجنډا کې راوستي دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت د اروپائي اتحادئې دی وشمیر رسمي اورګانونو اوش خصیّتونو په ضد متقابل نوي بندیزونه ولګول.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د څرګندونو په اساس ،امریکاد سورئې په شمال کې د ترهه ګرو ډلو لپاره له څلورو تر پنځه زره وسلو ډک ګاډی لیږدولي دي .
د اسرائيلو د توکمپال رژيم پارلیمان(کینسټ ) یوه غړي دیني ډانن د هغو خبرواترو په استناد سره چې تر دې دمه د صهیونیسټي رژيم او عربستان ترمینځ شوي دي ،اټکل وکړ، په راتلونکو دوو کلونو کې دواړه هیوادونه سوله کوي او اړیکې به ئې هم څرګندې شي.
د افغانستان په کابل کې په یوې سیمې کې په یوۀ هوټل باندې شوي حمله چې یو شمیر چینیان او نور بهرنیان دیره وو،درې واړه یرغلګر هلاک شوي دي
= دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردارمحمد آشتیاني د ایران او اوکراین د کارپیژاندو په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل، اوکراین لوري په تخنیکی ناستې کې له دغه هیواد سره د روسیې په جنګ کې له ایرانیو ډرونز څخه د روسیې د استفادې په باب هیڅ ډول مدرک نه دی وړاندې کړی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،داروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل بیګا د دغې اتحادئې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ناستې په پاي کې دخبریالانو په ټول کې ووئيل، اوسمهال له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په مقابل کې چې البته په سخت وضعیّت کې ده ، بل هیڅ لاښه ټاکنه نه لرو.
د ایران دمرکزي بانک مشر علی صالحآبادی ددې خبرې په کولو سره چې دتیر کال په نسبت په روان کال کې د هیواد غیر تیلی صادرات لاښه شوي دي ووئيل ، د اسعارو په تامینولو کې هیڅ کمښت او ستونزه نه لرو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یولړ څرګندونو کې بیا وئیلي دي چې اوکراین د لویدیځ په یوې ښکیلامینې بدل شوی دی.
دافغانستان کابل پرون بیا یو لړ چاودنو ولړزاوۀ چې وئيل کیږي یو شمیر ځان مرګو په یوه هوتل برید کړی او یو شمیر کسانو وینه ئې بهولې ده ،البته خبری سرچینو دا هم وئيلی چې ددغې پيښې پړه داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده.
ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلي دي ، د پاکستان د پخواني لومړی وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د یولسو ګوندو ائيتلافي حکومت ته ګواښ کړی چې که د دسمبر تر شلمې نیټې پورې ئې د مینځ مهاله ټاکنو نیټه اعلان نه کړه ،نو د پنجاب او خیبر پختونخواه صوبو جرګې به ړنګې اعلان کړي.
د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په دیرالروز او الحسکه ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او مهمات تباه کړي دي.
د چین خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلی دي ،ډیر زر د چین مرستیال لومړی وزیر دایران په سفر تهران ته لاړشي.
= داهم د تهران چاپ جام جم آنلاین خپرونه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې پخپلو یوه وروستي راپور کې د یمن د جنګ دقرباني شوو ماشومانو احصائې خپرې کړي او وئيلي ئې دي ،د یمن په جنګ کې تر دې د مه کابو یولس زره ماشومان قرباني شوي دي چې یوه ډیره ستره انساني غمیزه ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، د روسیې د تیلو اوګیسو په ضد دبندیز او همداراز د انرژۍ په بحران د اروپائی چارواکو د اندیښنو د دوام په زمینې کې په اروپائي هیوادونو کې داختلافاتو رابرسیره کیدا په زیاتیدا ده او جرمني د خپل سیاسی سپکاوي په زغملو سره د بلیجیّم په واسطې سره له روسیې ګیس اخستل په ایجنډا کې راوستي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له روسیې سره د جنګ او سولې په دوه لاري ولاړ دی او په همدا وروستیو کې ئې په یوه ناڅاپي اقدام کې د سولې لپاره لس ماده ایز پلان وړاندې کړی دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسیسې له عمومي منشي ابراهیم حسین طه سره په کتنه کښې، له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره په مقابلې ټینګار وکړ.
د صیهونیسټ رژیم عبری ژبې معاریو ورځپاڼۍ د قطر په نړیوال کپ کې د پرتګال په وړاندی د مراکش دفټبال ملی ټیم له بریالیتوبه وروسته په یوه راپور کې ولیکل اوس د یوه هغه تریخ حقیقت شاهدان یو چی په عربی هیوادونو کې د فټبال پلویانو زمونږ په مخ کې کیښوده او هغه دا چی د قطر ۲۰۲۲ کال نړیوال کپ له فلسطینیانو سره د پیوستون ټورنمنټ دې .
افغانستان کښې د ملګرو ملتو دفتر یو ځل بیا د طالبانو له موقته حکومته وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي پریږدي او د ښځو او نجونو د حقوقو احترام دې وکړي.داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو موقتي حکومت چې دتیر کال په اګست میاشت کې ئې په افغانستان کې د چارو واګې ترلاسه کړي،تر دې د مه ئې دانجونو له شپږم صنفه پورته کلاسونه تړلي او دغه راز ئې په ادارو کې کارکونکي میرمنې هم په کورونو کې کیښنولي دي.
= اوس هم راګرځو ځينو هغو بهرنیو خپرونو ته چې دافغانستان د وروستیو بدلونونو او حالاتو په باب ئې لیکنې کړي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او تاسو سره ئې شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.
ګڼو لوېدیځي ورځپاڼو د کابل پر یوۀ مېلمستون د پرونۍ حملې او د سپین بولدک - چمن ترمینځ په پولې کې د نښتې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي دي،د طالبانو ځینو سرچینو د دوي خبریال ته وئيلي دي،، په کابل کې په هغه مېلمستون کې، چې پرون پرې ډلهییز برید وشو، یو شمېر بهرنیان مېشت وو.
ورځپاڼه مخکې کاږي،په لومړنیو راپورونو کې هم راغلي وو چې برید پر هغه هوټل شوی چې عموماً چینايي سوداګر او پانګهوال پهکې دیره کیږي.
د دې برید په نتیجه کې د هوټل له ودانۍ د پورته شویو لوګیو تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي.
اندیپیندنټ ورځپاڼه مخکې لیکي ،د دغو تصویرونو او ویډیوګاني رښتیاوالی په خپلواک ډول نهشي تاییدولی.
طالبانو په پیل کې وویل چې په کابل هوټل کې، چې حمله ورباندې وشوه، بهرنیان نه وو مېشت خو د حملې له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح ا.... مجاهد ومنله چې هیڅ بهرنی نهدی وژل شوی مګر دوه بهرنیان، چې ځانونه یې له هوټله غورځولي وو، ټپیان شوي دي.
انډیپندنټ کاږي، چین یوهغه هېواد دی چې لا ئې هم په کابل کې سفارت فعال دی خو له دې سره سره د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
ورځپاڼه کابل ته د چینايي سوداګرو او پانګهوالو سفرونو ته په اشارې وايي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کابل ته د چینايي پانګوونکو تګ راتګ ډېر شوی دی.
ورځپاڼه بې له دې چې د چمن – سپین بولدک په شیرو اوبو سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتې او د کابل هوټل د حملې ارتباط ته اشاره وکړي، یادونه کړې چې دا برید د افغانستان او پاکستان ترمینځ له شخړې یوه ورځ وروسته وشو.
که څه هم په تېرو ۱۶ میاشتو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمینځ په ځلونو نښتې شوي خو د یکشنبې په ورځ د سپین بولدک – چمن ترمنځ برید تر نورو خونړی و او د پاکستان صدراعظم د خبرداري په ډول وویل چې، د بلوچستان په چمن ولسوالي کې پر عامو خلکو ډزې په کلکه غندي او د طالبانو له موقت حکومته، چې ده د کابل حکومت بللی، غواړي دا یقیني کړي چې بیا دا ډول پېښې نه تکراریږي.
د بریتانیا دوو نورو ورځپاڼو، ټیلګراف او مېل هم د کابل پرونۍ پېښې ته کتنه کړې.
ټیلګراف ورځپاڼې لیکلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې بمي بریدونه ډېر شوي او د اکثرو مسوولیت داعش په غاړه اخلي خو دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو وویل چې د دوی تمرکز به د امنیت پر ټینګښت وي.