امریکا باید د ایران ملګرتیا ته مثبت ځواب ورکړي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند «وانګ ونبین» په دې خبرې سره چې ایران د ځینو پاتې مسائیلو په هکله خپل ښه نیت ښودلی دی دغه موضوع ته د امریکا د مثبت ځواب د ورکولو او په ممکن چټک ډول اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره د ډيپلوماټیکو لارو د موندلو غوښتنه وکړه.
وانګ ونبین د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول جوزپ بورل د وروستیو څرګندونو او د ایران او د پینځه جمع یوې ډلې د خبرواترو په هکله وویل چین اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره د سیاسي او د ډيپلوماټیکو هڅو د دوام هرکلی کوي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ونبین دې ته په اشارې سره چې د ایران پرضد د بندیزونو سختول به یوازې د خبرواترو بندون ته د رسیدا او د ډيپلوماټیکو هڅو د بې نتیجې کیدا سبب شي وویل له اټومي تړون سره د تطبیق لپاره خبرې له جدي پیچلتیاو سره مخامخ دي خو اوس هم موافقې ته د رسیدا لپاره امید شته.