اروپايي اتحادیه د امریکا تر حکم لاندې ده
فارس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل اروپايي اتحادیې امریکا ته اجازه ورکړي ده چې له هغې د یوه غلام په توګه استفاده وکړي.
پوتین د سونګو د بیو په هکله د اروپايي اتحادیې کړچار له لیونتوب ډک وباله او ویې ویل روسیه به د اروپايي اتحادیې د هیله ورکونکو شرکانو د موندلو هڅه وکړي او ختیځ ته به د ګازو ورکول زیات کړي.
د روسیې ولسمشر پوتین وویل د لویدیځو هیوادونو د روسیې ضد بایکاټونو ماسکو ته نوي فرصتونه برابر کړي او د یوه کامل خپلواکه اقتصاد انګیزه یې رامینځته کړي ده.
هغه وویل اروپايي اتحادیې امریکا ته اجازه ورکړي ده چې له هغې د یوه غلام په توګه استفاده وکړي او حتی د اروپايي هیوادونو چارواکي دغه خبره تائیدوي چې د امریکا سیاست د اروپا د صنعت د تباه کیدا سبب شوی دی.
د اروپايي اتحادیې په شمول لویدیځو هیوادونو د اوکراین له جنګ څخه وروسته د انرژۍ د حوزې په شمول د روسیې پرضد یوشمیر بندیزونه لګولي دي چې په ډیرو موردونو کښې بې اپوټه نتیجه ورکړي ده او د اروپايي هیوادونو خلک یې په سختو شرایطو کښې وروستلي دي.