په کشمیر کې تاوتریخجنې مظاهرې شوې
د هندوستان تر واک لاندې په کشمېر کې د دوو ملکي وګړیو له وژل کېدو وروسته، تېره ورځ مظاهرې وشوې چي په تاوتریخوالو ختمې شوې.
د کشمېر لانجمنې سیمې د هند او پاکستان تر خپلواکی وروسته، په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د دواړو هیوادونو تر مینځ وویشل شو، دواړه هیوادونه د کشمېر په ټولې سیمې د مالکیت ادعا کوي، له دریو لسیزو را په دې خوا وسله والې ډلې په کشمېر کې د هندوستان سره جګړه کوي، هغوی یا په پاکستان کې د ورګډېدو او یا هم د خپلواکۍ غوښتونکي دي.
د هندوستان فوځ ادعا کړې چي درو ملکي وګړو ته په جنوبي راجوري کې د ترهګرو په ډزو کې مرګژوبله اوښتې ده لیکن ځایي خلګ وایي چي دغه کسان د یوې هندي فوځې اډې په ګاونډ کې په ډزو ویشتل شوي دي، دوه وژل شوي او دریم کس ټپي شوی دی.
اسوشیتد پرس هم په خپل راپور کې ویلي: دغه درې کسان د هند او پاکستان تر مینځ په لانجمنې سیمې کې په یوه فوځي اډه کې د کارګر په توګه کار کاوه.
د هندوستان د فوځ په بیانیه کې راغلې چي دغه عام کشمیري کارګران د ناپېژانده ترهګرو په ډزو کې ژوبل شوي دي.
له دې پېښې سره سمدلاسه، د سیمې په سلګونو اوسېدونکو د یادو کسانو په وژلې باندې په اعتراض کې د هندي فوځیانو په اډې په ډبرو ګوزارونه کړي دي.
د هندوستان دولت په کشمېر کې فوځ ته زیات واک ورکړي، له حکم پرته د خلګو له نیول کېدو نیولې بیا په شکمنو کسانو باندې تر ډزو او د کورنو تر تلاشي کولو پورې، د هندوستان دولت کشمیري مبارزان د پاکستان تر ملاتړ لاندې ترهګرې ډلې بولي، پاکستان دغه تورونه ردوي او کشمیریان هم مبارزه د خپلواکۍ لپاره خپله مشروع حق ګڼي.
په فلسطیني ماشومانو د صهیونیست رژیم دوامداره زور زیاتی
د فلسطین د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت د فلسطیني ماشومانو په ضد د صهیونیست رژیم د جنایاتو دوام ته په اشارې اعلان وکړ: اسرائیل د روان کال له لومړیو ۵۲ فلسطیني ماشومان یې په شهادت رسولي دي.
د الجزیرې له راپور سره سم، د فلسطین د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي ناوړه چلند، وهل او ټکول او ډزې، په درملیزو مراکزو، روغتونونو او ښوونځیو باندې بریدونه، هغه جنایات دي چي د ماشومانو په ضد د صهیونیست رژیم له لورې په ورځني توګه تر سره کیږي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت جوته کړه: اسرائیلي رژیم د ماشومانو په شمول د فلسطینیانو په ضد په سیسټماتیک او هدفمنده توګه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي چي دغه اقدام د نړیوالو حقوقو او اصولو څخه ښکاره سرغړونه بلل کیږي.
هغه زیاته کړه: د ماشومانو شهادت په مختلفو طریقو تر سره کیږي، ځینې په مستقیمه توګه د اسرائیلي ځواکونو په ډزو وژل کیږي، ځینو هم د اسرائیلي فوځیانو او د صهیونیست ښارګوټو د اوسېدونکو په یرغلونو کې وژل کیږي او یا هم په زندانونو کې روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسی د امله وژل کیږي.
د فلسطیني سرچینو له راپور سره سم، په روان کال کې له اتو سوو زیات فلسطیني ماشومان د صهیونیست د ترهګر رژیم له لورې نیول شوي چي ۱۵۰ تنه یې لاهم بندیان دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مسئولې لوسیا المي په وېنا، د تېرو ۱۶ کلونو په پرتله روان کال د فلسطینیانو لپاره تر ټولو زیات خونړی کال دی.