چین د امریکا د بندیزونو لري کولو غوښتنه وکړه
(last modified Tue, 20 Dec 2022 10:18:32 GMT )
Dec 20, 2022 14:48 Asia/Kabul
  • چین د امریکا د بندیزونو لري کولو غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د چین د استازولۍ مرستیال د برجام خبرو د بیا پیلېدو او پر ایران د امریکا د بندیزونو لیري کولو غوښتونکی شو.

خبرې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د غیر قانوني او ظالمانه بندیزونو لیري کولو په محوریت، د ایران د مرکچې پلاوي د نوښتونو له امله، د ځينو پرمختګونو سره مل وو، خو د امریکا د ولسمشر جوبایډن دولت ناغیړي د امریکا د پخواني دولت غیرقانوني ګامونو او د ډېر فشار دوام جبرانولو لپاره، برجام ته د بېرته راستنېدو لپاره د دې هېواد په جدیت کې شکونه رامنځته او د خبرو د اوږدېدو لامل شو. اسلامي جمهوریت په کراتو اعلان کړی له دې سره چې امریکا هغه لوری وو چې د برجام له هوکړې سرغړونه کړې او دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په لیري کولو سره هوکړې ته راوګرځي.

ګنګ شوانګ د ملګرو ملتونو په ناسته کې د ۲۲۳۱م پرېکړه لیک د اجرا په اړه وویل: برجام یوه څو اړخیزه مهمه ډیپلماتیکه لاسته راوړنه ده او د اختلافونو حل لاره خبرې او مشورې دي او همدارنګه په منځني ختیځ کې د سولې او ټیکاو او د اټومي وسلې منع کولو لپاره یوه اصلي موضوع ده.

دې چیني ډیپلمات زیات کړې: له برجام څخه د امریکا پخواني دولت یواړخیز وتل او پر ایران د ډېر فشار راوستل، د اټومي ناورین لامل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چین د استازولۍ مرستیال له امریکا غوښتي د برجام په اړه خپلو ټولو ژمنو ته ژمن واوسي، پر ایران یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي او خپل ګواښونه پایته ورسوي.

د چین استازي په دې ناسته کې ویلي: پر ایران فشار له موضوع سره مرسته نه کوي. د ایران له کورني بدلونونو سره د اټومي خبرو اړوندل یوازې د دې خبرو د بندېدو لامل ګرځي.

 

ټیګونه